د وسله والو پوځ په ډګر كې انقلاب
د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د موازي دولت د جوړښت ( FETO/PDY) لخوا د ناكامې كودتا د تشبث نه وروسته د پيل شوي بېړني حالت دريم تقنيني فرمان هم نشر شو.
ددې فرمان له مخې د تركيې د وسله وال پوځ په چوكاټ كې د اساسي بدلونونو په اړه اصلاحات ځاى لري.
پدې ډول د وسله وال پوځ پلي، هوايي او بحري ځواكونه په مستقيم ډول د دفاع د وزارت پورې وتړل شول. پخوا دا عمومي قوماندانۍ د لوى درستيز تر امر لاندې وې. پدې ډول په وسله وال پوځ كې د لوى درستيز د مقام صلاحيت لږ شوى دى. تر دې وروسته به ددې قوماندانيو لخوا هر ډول عمليا د دفاع د وزير په امر ترسره كيږي.
د فرمان په اساس د پليو، هوايي او بحري ځواكونو عمومي قوماندانان به د اړتيا په صورت كې د ولسمشر او لومړي وزير تر مستقيم امر لاندې وې او ددې امر د پر ځاى كولو لپاره به د لوى درستيز د مقام تاييد ته اړتيا ونه لري. د درې ګونو ځواكونو قوماندانان مكلف دي چې اوامر پر ځاى كړي.
ددې تقنيني فرمان له مخې په هېواد كې ټول حربي ښوونځي او حربي پوهنتونونه هم په ټوليزه توګه وتړل شول او زده كوونكي يې وشړل شول. په راتلونكې كې د نظامي كدرونو د روزنې په موخه به د ملي دفاع پوهنتون جوړ شي. همداراز د افسرانو جذب به د ملكي پوهنتون د فارغينو ترمېنځ ترسره شي او د اړوندو فني زده كړو وروسته به په اوردو كې په دنده پيل وكړي.
د ملي دفاع په پوهنتون كې به د افسرانو د اركان حرب د زده كړو په موخه د پليو، هوايي او بحري ځواكونو انستيتيوتونه ه تاسيسي شي او د افسرانو د لوړو زده كړو لپاره به زمينه مساعده شي.
د پرېكړې له مخې ټول نظامي روغتونونه چې پخوا د لوى درستيز د مقام تر امر لاندې ول، تر دې وروسته به د روغتيا د وزارت تر امر لاندې وي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله