امریکا د لوی ترهګر فتح الله ګولن د سپیناوي هڅه کوي

امریکا په حقایقو سترګې پټوي

540169
امریکا د لوی ترهګر فتح الله ګولن د سپیناوي هڅه کوي

امریکا متحده ایالتونه  په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا  د تنظیموونکي  او اصلي  معمار  فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت  جوړښت  د مشر  فتح الله ګولن نه یو ځل بیا  ښکاره ملاتړ اعلان کړ.

د امریکا  متحده ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند  جان کیبري په ټینګار سره وویل چې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت جوړښت مشر فتح الله ګولن په ترکیه کې  د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا  د هڅې سره  هیڅډول کوم تړاو  نلري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دا څرګندونې  په ورځنۍ خبري غونډه کې وکړې.

هغه د یو خبریال ددې پوښتنې اړوند چې  « داسې ادعاګانې شتون لري چې امریکا په ترکیه کې  د جولای په ۱۵ مه په  ترسره شوې ناکامې خونړۍ کودتا  کې لاس لري د سخت غبرګون په ښودولو سره  وویل ، ترکیه د امریکا یواځې متفق نه بلکې دوست هم  دی. هغه زیاته کړه چې  ترکیه  د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې په مبارزه کې ډیر مهم  رول  په غاړه لري  چې د همدې امله  واشنګټن او انقره  په دوامداره توګه  د تماس په حال کې دي.

هغه  ترکیې ته د لوی ترهګر فتح الله ګولن  د سپارولو د مسلې اړوند  د پوښتنې « که چیرې  امریکا فتح الله ګولن ترکیې ته ونه سپاري  دا مسله به د دواړو هیوادونو په اړیکو څه ډول  اغیزې وکړي؟ » په ځواب کې داسې وویل ، ترکیې ته د فتح الله ګولن د سپارلو د مسلې په اړه په دوامداره توګه  خبرې کوو  خو  پدې مسله کې  کره اسنادو او شواهدو ته اړتیا لرو. اعاده د کره اسنادو او شواهدو پر بڼسټ کیږي. هغه زیاته کړه چې  د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونه پدې مسلې کار کوي. هغه وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ  ترکیې  ځیني اسناد او شواهد رالیږلي  او د غور لاندې قرار لري. پدې مسله کې کوم نوی پرمختګ ندی رامنځته شوی.

کیبري  وویل چې په ترکیه کې د کودتا  هڅه  غندو  او ترکیې د حکومت لخوا پورته شوي ګامونه درکوو. هغه زیاته کړه چې  د ترکیې حکومت  ددې مسلې د سپیناوي په برخه کې  د خپل ملت پر وړاندې  پوروړی  دی. حکومت  باید پدې اړه  څیړنې وکړي او ددې ناکامې هڅې  مسولین  ونیسي.

هغه  په ترکیه کې  د کودتا د هڅې نه وروسته  د پورته شوو ګامونو په اړه  د پوښتنې په ځواب کې وویل چې  پدې اړه  پریکړه  د ترکیې د چارواکیو ده. ډیموکراتیک بریالیتوبونه  زمونږ لپاره ارزښت لري. امریکا  د دوست او متفق هیواد ترکیې سره  همکارۍ ته دوام  ورکوي.

کیبري ددې پوښتنې په ځواب کې چې  « د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په راتلونکې میاشت کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  مخامخ لیدنه کوي  او غواړي چې  د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکو ته لا پراختیا وکري ، پدې اړه ستاسې نظر  څه  دی؟» وویل ، ترکیه یو خپلواکه او مستقل هیواد دی. د چا سره د اړیکو د قوي کولو او چا  سره  د ضعیفولو په اړه  پخپله پریکړه کوي. د امریکا لپاره تر ټولو مهمه  مسله  د ترکیې سره د ناټو په سازمان کې  اړیکي  او د داعش پر خلاف  مبارزه ده.

د بله پلوه  په ترکیه کې د ترسره شوې ناکامې کودتا د هڅې په اړه  د امریکا د مرکزي ځواکونو قومندان  جنرال جوزیف وتل  څرګندونو  غبرګونونه  او ځیني شکونه راپیدا کړي دي.

هغه  د امریکا د کولورادو په ایالت کې په یو پروګرام کې د خپلې وینا  په ترڅ کې  په ترکیه کې د  ناکامې کودتا نه وروسته د نیول شوو عسکرو نه  د امریکا  د نږدې متفقینو په توګه یادونه وکړه. هغه وویل چې  د ترکیې د یو زیات شمیر مشرانو  او په ځانګړې توګه  عسکري  جګپوړو چارواکیو سره ډیرې قوي اړیکي لرو. د ترکیې د حکومت لخوا نیول شوي او زندان ته اچول شوي  کسان د امریکا  نږدې متفقین  دي. هغه ویلي دي چې  د ترکیې او امریکا د اړیکو د راتلونکي په اړه اندیښنه لري.

هغه ویلي دي چې  کیدای شي چې دا بهیر  په سیمه کې  د امریکا عملیات هم  ضعیفه کړي.

د امریکايي جنرال دې څرګندونو ته  د نوموړي هیواد خبري رسنیو هم پراخه  ځای ورکړی وو.

د امریکايي جنرال  څرګندونو نه  د غیرې مستقیم  اعتراف  په توګه  یادونه شوې ده .   



اړوند خبرونه