د ترکیې عالي عسکري شورا د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم په مشرۍ کلنۍ غونډه پيل کړه.
د ترکیې د عالي عسکري شورا کلنۍ غونډه پیل شوه
د ترکیې عالي عسکري شورا د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم په مشرۍ کلنۍ غونډه پيل کړه.
د ترکیې د عالي عسکري شورا غړیو د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم په مشرۍ لومړی د مصطفی کمال اتاترک د مزار انت کبیر زیارت وکړ.
لومړي وزیر ییلدرم او ورسره مل هیت د اتاترک په مزار د ګلانو ګیډې د ایښودو نه وروسته د درناوي مراسم پر ځای کړل.
د هیواد لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د عالي عسکري شورا په مشرۍ د اتاترک د مزار انت کبیر ځانګړې کتاب لاسلیک کړ او داسې ولیکل ! ترکیې د جولای د ۱۵ مې کودتا نه وروسته یو ځل بیا د ازادۍ مبارزه وګټله.
خامخا به ټول هغه ترهګري سازمانونه چې زمونږ ملت او ارضي تمامیت ته ګواښ جوړ کړی دی له منځه وړو.
لومړي وزیر او ورسره ملت هیت وروسته د چانکایا په ماڼۍ کې د عالي عسکري شورا غونډه پیل کړه.
د ویلو ده چې د هیواد د عالي عسکري شورا په کلنیو سږنۍ غونډې اصلي اجندا د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت لخوا د ترسره شوې ناکامې کودتا د تشبص په اړه دی.
تمه کیږي چې د هیواد د عالي عسکري شورا په ننۍ غونډه کې لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار، د پلو ځواکونو قومندان ستر جنرال صالح ذکی چولاک او هوايي ځواکونو د قومندان ستر جنرال عابدالدین اونال خپلو دندو ته د ادامې ورکولو په اړه پریکړه وشي.
په تیرو کلونو کې به د هیواد د عالي عسکري شورا غونډو درې ورځو دوام کولو خو سږ کال یواځې یو ورځ دوام کوي. د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د تیرې دوشنبې په ورځ د وزیرانو د شورا د غونډې نه وروسته وویل چې د عالي عسکري شورا سږنۍ غونډه به یواځې یو ورځ دوام وکړي.
هغه ویلي وو چې په یو ورځ کې به د عالي عسکري شورا د غونډې ټولې چارې پایته ورسوي او ورځې په پای کې به د شورا پریکړې د تایید په موخه ولسمشر رجب طیب اردوغان ته وړاندې کړي.
اړوند خبرونه
تورکیې وویل چې د اسرائیلو لخوا پر لبنان برید کول په ټوله سیمه کې د ګډوډۍ د هڅو لپاره یو نوی پړاو دی.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په لبنان باندې د اسرائیلو د بریدونو او تاوتریخوالی په اړه بیان خپور کړ.