ترکیه : د امریکا متحده ایالتونو  د NBC  تلویزیون باید هر څه ژر د ترکیې نه بښنه وغواړي

د امریکا د ان بي سي تلویزیون په ترکیه کې د کودتا په شپه ولسمشر اردوغان جرمني ته وتښتید ادعا کړې وه

537546
ترکیه : د امریکا متحده ایالتونو  د NBC  تلویزیون باید هر څه ژر د ترکیې نه بښنه وغواړي

ترکیې  د امریکا متحده ایالتونو  د NBC  تلویزیون ته  هر څه ژر د ترک ملت نه  د بښنې غوښتو  بلنه ورکړه.

د ویلو ده چې  د امریکا د  NBC  تلویزیون  په ترکیه کې د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت ساختار لخوا د ناکامې کودتا د پیلیدو نه وروسته ( د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ) جرمني ته وتښتید په څیر  خبر خپور کړ.

په امریکا کې د ترکیې سفارت  یاد شوي امریکايي تلویزیوني کانال ته  د خپور کړي  درواغ ، بې بڼسټه  او غلط  خبر له امله   د ترک ملت نه د بښنې غوښتو بلنه ورکړه. په امریکا کې د ترکیې سفارت  یاد شوي تلویزیون ته  لیک استولی دی . په لیک کې ددې خبرې په ټینګار لیکل شوي دي چې د NBC  تلویزیون  د ژونالیزم  په برخه کې نه بښوونکې  خطا  کړې ده . ددې خطا له امله  هر څه ژر باید د ترکیې د ملت او دولت نه بښنه وغواړي.

د ویلو ده چې  په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې د ناکامې کودتا په شپه  د امریکا د NBC تلویزیون  د ترکیې ولسمشر اردوغان  جرمني ته وتښتید او د جرمني نه د پناه غوښتنه وکړه په څیر  خبر خپور کړی وو. یاد شوي تلویزیون پداسې حال کې دا خبر خپور کړی وو چې  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې د مارماریس  د دوو ساعتونو په دننه کې استانبول ته راورسید. په استانبول کې خبري غونډه کې څرګندونې وکړې او په ملت يي د کودتاچیانو پر خلاف د میدانونو ته د وتو غږ وکړ.

د امریکا د NBC تلویزیون  د هیواد د عسکري سرچینو له قوله دا خبر خپور کړی وو چې  په لنډه موده کې  د یو زیات شمیر نورو تلویزیونو او خبري رسنیو لخوا هم  خپور شوی وو.

د ترکیې سفارت  یاد شوي تلویزیون ته په استولي لیک کې ددې خبرې په ټینګار لیکلي دي چې  د ترکیې لپاره پداسې یو حیاتي او حساس وخت کې د داسې یو غلط خبر خپرول  لویه بې مسولیتي  او د ژونالیزم  د قواعدو نه  ښکاره سرغړونه ده.  دې غلط  او بې بڼسټه خبر په هیواد او نړۍ کې  بدې پایلې  رامنځته کولی شوې چې د الله په فضل کې  د ولسمشر اردوغان لخوا د خبري غونډې د جوړیدو سره ددې خبر ارزښت له منځه ولاړ.

په لیک کې په تلویزیون غږ شوی دی چې هر خبري کانال  مخکې ددینه چې یو خبر او بیا  د یو هیواد د ولسمشر په اړه  خبر خپروي  مجبور دي چې  د ډیر ډاډمنې سرچینې  د تایید نه د مخه هغه خپور نکړي.

په لیک کې ویل شوي دي چې  یاد شوي تلویزیون  وروسته  دا خبر پاک کړ  خو د ترکیې او خپلو نندارچیانو نه يي بښنه نده غوښتې.

په لیک کې  راغلي دي چې  د NBC تلویزیون ددې بې باکۍ  او بې مسولیتۍ له امله  هر څه ژر په رسمي توګه د ترکیې نه بښنې غوښتو ته رابولو.

یاد شوي تلویزیون ادعا کړې وه چې  د ترکیې ولسمشر اردوغان  الوتکې د جرمني پر لورې حرکت کړی دی . همداشان  نوموړي تلویزیون ویلي وو چې دا خبر يي د امریکا د عسکري سرچینو نه ترلاسه کړی دی.

یاد شوي تلویزیون  مشر کیلي ګریفن د خپل ټویټر د حساب لارې هم  دا خبر خپور کړی وو. نوموړي  په خپور کړي خبر کې ادعا کړې وه چې کودتا بریالۍ شوه او د ترکیې حکومت کودتاچیانو ونیو.

د بله پلوه په امریکا کې  د ناسمو خبرونو پر وړاندې د مبارزې  ادارې نیوزبود  د NBC تلویزیون نه د خپور کړي نوموړي ناسم خبر له امله  د جولای تر ۲۵ مې نیټې د ترکیې او خپلو نندارچیانو نه د بښنې غوښتو او د پدې اړه د عسکري چارواکیو نه د معلوماتو د غوښتو غوښتنه کړې وه .



اړوند خبرونه