په تركيه او مصر كې د وروستيو كودتاګانو توپير
په منځني ختيځ كې د عربي پسرلي په نامه رامنځته شوى سياسي كړكېچ د ټولې سيمې هېوادونه بې ثباته كړي دي. په لېبيا، سوريې او يمن كې عملاٌ كورنۍ جګړه روانه ده.
په منځني ختيځ كې د عربي پسرلي په نامه رامنځته شوى سياسي كړكېچ د ټولې سيمې هېوادونه بې ثباته كړي دي. په لېبيا، سوريې او يمن كې عملاٌ كورنۍ جګړه روانه ده. سربېره پر دې په تېرو دريو كلونو كې د دوو نظامي كودتاګانو شاهدان وو چې يوه يې د ۲۰۱۳م كال د جولاى په مياشت كې په مصر كې او بله يې هم پوره درې كاله وروسته د ۲۰۱۶م كال د جولاى د مياشتې په ۱۵مه نېټه په تركيه كې ترسره شوه. له نېكه مرغه دا كودتا ناكامه شوه.
په مصر او تركيه كې د كودتا په اړه روانې چارې داسې خلاصه كولاى شو.
۱ - په مصر كې د ۲۰۱۱م كال د انقلاب په پايله كې د حسنو مبارك د اقتدار د پاى ته رسېدلو سره سره ديموكراتيك بهير د نظامي قويې او قضايي قويې تر مستقيمې څارنې لاندې پيل شوى وو.
دا په داسې حال كې ده چې په تركيه كې د ۲۰۰۲م كال راهيسې د عدالت او پراختيا د ګوند د اقتدار د پيل سره سم په ملكي چارو كې د نظاميانو مداخله په تدريجي ډوله كمه شوې ده. حتى د تركيې په ملكي چارو كې د نظاميانو مداخله پاى ته نږدې ده. دا حالت د قضايي قويې په اړه هم صدق كوي. د قضايي قويې په برخه كې د اصلاحاتو سره په اجرايوي چارو كې د قضايي قويې بېځايه مداخله شنډه شوې ده.
۲ – په مصر كې د پخواني ولسمشر محمد مرسي په مشرۍ ملكي حكومت د يو كال په څېر په لنډه موده كې ونشو كولاى چې د اوردو پر وړاندې پياوړى شي. نه يواځې اوردو بلكې پوليس، قضايي قوه، كاري نړۍ او حتى مېډيا هم د نوموړي د اقتدار مخالفه وه. د مرسي يواځنى ځواك ملي اراده وه. د همدې امله كودتاچيانو د كودتا نه وروسته په لومړي ګام كې كوښښ وكړ چې د مرسي پلويان تصفيه او ملي اراده له منځه يوسي. د مصر د ټولنې يوه زياته برخه بيا د مرسي پر وړاندې ولاړه وه.
دا په داسې حال كې ده چې په تركيه كې كودتاچيان د عامو وګړو له ملاتړه برخمن نه دي. دې كودتا په ټولنې كې هېڅ ځاى نه درلود. برعكس په مقابل كې د داسې يو سياسي حركت فعال مشر ولاړ وو چې په هرو ټاكنو كې يې د خپلو رايو كچه لوړه كړې ده. د ولسمشر اردوغان او د حكومت د نورو چارواكو د غوښتنې په اساس لسګونه زره كسان لارو او كوڅو ته ووتل او له ملي ارادې يې ملاتړ وكړ.
۳ – په مصر كې ټول وسله وال ځواكونه د واحد امر لاندې د مرسي په مشرۍ اقتدار پر وړاندې پاڅېدل. د كودتاچي رژيم مشر عبدالفتاح السيسي د مرسي د حكومت پر مهال د دفاع وزير هم وو. سربېره پر دې په مصر كې د پوليسو تشكيلات چې پياوړي هم دي د اوردو سره اوږه په اوږه په كودتا كې برخه واخيستله.
په تركيه كې بيا د جولاى د ۱۵مې نېټې كودتاچيانو د خپلو عمومي قوماندانانو نه په پټه ګام پورته كړ. كودتاچيان د فتح الله ګولن د هغې ترهګرې ډلې غړي ول چې له بهر سره يې اړيكې درلودلې. په اوردو كې په مهمو پوستونو كې د دندې د اجرا كولو سره سره په ټوله اوردو باندې يې حاكميت نه درلود. سربېره پر دې د امنيتي ځواكونو بله مهمه څانګه يعنى پوليس يې هم په مقابل كې ودرېدل.
اوس پوښتنه دلته ده چې د بهرنيو هېوادونو رسنيو په تركيه او مصر كې د كودتا پر وړاندې خپل غبرګون څرنګه وښودلو. په تركيه كې د كودتا د ناكامېدو نه سمدستي وروسته د امريكا د متحدو ايالتونو او اروپايي ټولنې د هېوادونو په ګډون بهرنيانو په تركيه كې د اعدام د سزا د بېرته نافذولو او په نظارت كې د كودتاچيانو سره د چلند په اړه تركيې ته خبردارى وركړ. دا په داسې حال كې ده چې دواړو په مصر كې د كودتا پر مهال بل ډول دريځ غوره كړى وو. له دې كودتا يې ملاتړ كړى وو. پدې ډول په تركيه كې د ناكامې كودتا نه وروسته تركي حكومت ته د ديموكراسۍ تلقين كول ښكاره بې مسوليتي ده. دوى په دې نه دې پوهېدلي دي چې د هېواد په تاريخ كې لا له پخوا پر لوېدېځ باندې باور نشته دى. دا څرګندونې به اړيكو ته نور هم زيان ورسوي.
دا هم د يادولو وړ ده چې تركي ولس په دې كې هېڅ شك نه لري چې د كودتا تر شا د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې لاس دى.
چارواكي وايي چې كه څه هم كودتا په شا تمبېدلې ده خو خطر اوس هم دوام لري.
اړوند خبرونه
تورکیې وویل چې د اسرائیلو لخوا پر لبنان برید کول په ټوله سیمه کې د ګډوډۍ د هڅو لپاره یو نوی پړاو دی.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په لبنان باندې د اسرائیلو د بریدونو او تاوتریخوالی په اړه بیان خپور کړ.