د ولسمشر اردوغان په هوټل د برید کوونکو کودتاچیانو نه ۷ تنه نور هم ونیول شول

د ولسمشر اردوغان د وژنې په موخه د استول شوو کودتاچیانو ۷ تنه نور هم ونیول شول

537691
د ولسمشر اردوغان په هوټل د برید کوونکو کودتاچیانو نه ۷ تنه نور هم ونیول شول

په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت د ساختار لخوا   د ناکامې کودتا  په شپه د ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاتې کیدو په هوټل  د برید کولو په موخه د استولو شوو سرتیرو نه ۷ تنه پرون ونیول شول.

نوموړي  ۷ تنه کودتاچي  سرتیري  د موغلا ولایت د مارماریس د ولسوالۍ په لویه لاره کې د تیښتې پر مهال ونیول شول. کودتاچیان  د عسکري جامو سره  د مارماریس په لویه لاره کې  د ملکي وګړو د موټرو د درولو هڅه کوله چې  پولیسو ته خبر ورکړ شو.

د یادولو وړ ده چې  د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا په شپه  ۳۶ تنو کودتاچیانو  په مارماریس سیمه کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاتې کیدو په هوټل  برید وکړ.

نوموړو پداسې حال کې برید وکړ چې  ولسمشر اردوغان  ۱۵ دقیقې مخکې  د هوټل نه جلا شوی وو. د برید  پر مهال  د ولسمشر اردوغان  د ساتونکو او کودتاچیانو ترمنځه  نښته وشوه.

په نښته کې د ولسمشر اردوغان دوه تنه ساتونکي په شهادت ورسیدل. همداشان پدې نښته او وروسته پيل شوو عملیاتو کې د نوموړو ۳۶ تنو نه  ۱۹ تنه د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول او پاتې  ۱۷ تنه په تیښته بریالي شو.

د نوموړو ۱۷ تنو نه  د قومندان په ګډون  ۷ تنه پرون ونیول شول  او لس تنه نور لا درکه دي.

په سیمه کې  د پاتو ۱۰ تنو کودتاچیانو د نیولو په خاطر پراخه عملیات دوام لري.



اړوند خبرونه