د تركيې كودتا او د بهرنيانو دوه مخي

په تركيه كې د جولاى د  ۱۵مې نېټې د كودتا پر مهال چې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د خاينو سرتېرو لخوا ترسره شوه، د بهرنيو خبري رسنيو دريځ د حيرانتيا وړ وو.

538250
د تركيې كودتا او د بهرنيانو دوه مخي

د تركيې كودتا او د بهرنيانو دوه مخي

 

په داسې حال كې چې په انقره او استانبول كې د كودتاچيانو لخوا عمليات روان ول، دې رسنيو په خپلو خبرونو كې د  `` د كودتا اقدام`` په څېر د عنوانونو د كارولو نه يا ډده كوله او يا يې هم زړه نا زړه كارول. د كودتا د ناكامېدو نه وروسته ددې پر ځاى چې په تركيه كې له ديموكراتيك حكومته ملاتړ وكړي داسې خبرونه يې خپاره كړل چې له مخې يې ګويا رجب طيب اردوغان او حكومت يې روان حالت د خپل ځان په ګټه د زبر ځواكۍ په توګه كاروي.

د كودتا په شپه د سرتېرو په جامو كې جنايت كوونكو د تركيې پر ملي شورا، د ولسمشرۍ پر ماڼۍ، د امنيې پر قوماندانيو، د وسله وال پوځ د لوى درستيز پر مقام او لسګونو نورو ځايونو باندې بمونه اورول خو بهرنيو رسنيو پرې سترګې پټې كړې.

ددې رسنيو اخلاقي او وظيفوي رسالت مو دلته درك كړ.

د تركيې په ګوډ ګوډ كې په لارو او كوڅو كې، په ميدانونو او قشلو كې د وسله والو وحشي كودتاچيانو او عامو وګړو ترمېنځ مجادله روانه وه. دوى دا منظره ليدونكو ته داسې وښودله لكه په تركيه كې چې كورنۍ جګړه روانه وي.

وروسته چې ملت او دولت دواړو دا خاين ترهګر په شا وتمبول او هر يو يې د حساب وركولو په موخه د عدالت مخې ته وړاندې كړل دوى پوه شول چې پدې ملت يې زور نه رسيږي.

هغه ملت چې دا شپه يې د توپونو او ټانكونو د ډزو د انګازو لاندې په سپين سهار بدله كړه، د مسجدونونو د آذانونو د غږ سره يې پر كودتاچيانو اور بل كړ آيا ستاسې د دومخي دريځ نه وېره لري؟

تاسې اشتباه وكړه!

موږ به له دې بهيره لا پياوړي را پورته شو. دوست او دښمن به لا ښه وپېژنو او يو بل ته وركړي لاسونه به لا ټينګ وساتو.

تاسې به ددې دومخي دريځ سره او د هغو خبرونو سره چې هېڅ ډول اخلاقي او ژورنالستيكي ارزښت نه لري خپل وجدان ته هم حساب وركړئ.

ټول دې شاهد وي ...


پيوندونه: #تركيه , #كودتا

اړوند خبرونه