د ترکیې او روسیې د ولسمشرانو د لیدنې نیټه  معلومه شوه.

د ترکیې او روسیې ولسمشرانو د اوږدې مودې وروسته د لومړي ځل لپاره مخامخ لیدنه کوي

537721
د ترکیې او روسیې د ولسمشرانو د لیدنې نیټه  معلومه شوه.

 د ترکیې او روسیې د ولسمشرانو د لیدنې نیټه  معلومه شوه. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به  د اګست په ۹ مه نیټه  د روسیې د سانت پیتیرسبورګ په ښار کې د نوموړي هیواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړي.

د ویلو ده چې د ترکیې او روسیې ترمنځه په اړیکو کې د نوې پاڼې د پرانیستو نه وروسته  دا لومړی ځل دی چې د دواړو هیوادونو مشرانو ترمنځه لیدنه کیږي.

د ترکیې او روسیې د ولسمشرانو د لیدنې نیټه  د ترکیې د اقتصاد وزیر نیهاد زیبکچي او مرستیال لومړي وزیر محمد شمشک چې  د رسمي سفر په ترڅ کې مسکو ته تللي دي  اعلان کړه.

د هیواد مرستیال لومړي وزیر محمد شمشک  په مسکو کې  د روسیې د مرستیال لومړي وزیر ارکادي دوورکوویچ سره  لیدنه وکړه. محمد شمشک د لیدنې نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

هغه  د ترکیې او روسیې د ولسمشرانو د لیدنې د نیټې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې « دا لیدنه به د اګست په ۹ مه نیټه د روسیې د سانت پیتیرسبورګ په ښار کې ترسره شي »

مرستیال لومړي وزیر وویل چې د ترکیې او روسیې ترمنځه په اړیکو کې د نوې پاڼې د پرانیستو نه وروسته دا لومړی ځل دی چې د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمنځه لیدنه کیږي.

دواړه هیوادونه  اړیکې د تیر کال د نوامبر د ۲۴ مې د پیښې نه د مخه د سویې نه  لا لوړې سویې ته د رسولو غوښټنه کوي.

د یادولو وړ ده چې  د تیر کال  د نوامبر په ۲۴ مه نیټه  د روسي جنګي الوتکې لخوا د ترکیې په هوايي حریم د تیري نه وروسته  د ترکیې لخوا وویشتل شوه.

دې پیښې د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکې  خړې کړې. د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان  د اوږدې مودې وروسته  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې او دواړو هیوادونو د اړیکو د نورمالولو او په اړیکو کې د نوې پاڼې د پرانیستو پریکړه.

ددې پرمختګ نه وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د روسیې د سوچي په ښار کې جوړه شوې د تورې بحیر د اقتصادي همکاریو په غونډه کې ګډون وکړ. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر  ددې غونډې په چوکاټ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره هم  لیدنه کړې وه.



اړوند خبرونه