د  كودتاچيانو لمن كابل ته هم وغځېدله

په تركيه كې د جولاى د ۱۵مې نېټې د ناكامې كودتا نه وروسته د كودتاچيانو د نيولو لړۍ دوام لري.

538029
د  كودتاچيانو لمن كابل ته هم وغځېدله

 

 

دا دى ددې كودتاچيانو لمن حتى په كابل كې د آيساف د ځواكونو په چوكاټ كې په دندو بوخت تركي جنرالانو ته هم رسېدلې ده.

دوه تنه تركي جنرال چې د كودتا پر مهال په كابل كې په دنده بوخت ول، نن په دوبۍ كې په داسې حال كې ونيول شول چې غوښتل يې اروپايي هېوادونو ته وتښتي.

په افغانستان كې د تركي ځواكونو عمومي قوماندان تورنجنرال جاهد باقر او په كابل كې د ښوونې، مرستې او همكارۍ د چارو قوماندان شنر توپوچ د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په ښار كې د تېښتې پر مهال نيول شوي دي.

د ډپيلوماټيكو سرچينو د معلوماتو په اساس د تركيې د بهرنيو چارو وزارت له كابله د كودتاچي جنرالانو د تېښتې د خبر د ترلاسه كولو سرم سم د ملي استخباراتو د تشكيلاتو د هلو ځلو او د دوبۍ د پوليسو د همكارۍ په پايله كې دواړه په هوايي ډګر كې ونيول شول.

دواړه جنرالان نن سهار تركيې ته راوړل شول.



اړوند خبرونه