د کودتاچیانو د نیولو او محاکمې لړۍ دوام لري
په ترکیه کې د ناکامې کودتا د مسولینو د نیولو لړۍ دوام لري
په ترکیه کې د جولای د ۱۵مې د ناکامې کودتا نه وروسته د کودتاچیانو د نیولو لړۍ او محاکمه دوام لري.
په ترکیه کې د وسله والو ځواکونو په لیکو کې د ځای په ځای شوې یوې ډلې ترهګرو لخوا د ترسره شوې ناکامې کودتا نه وروسته ۱۲۵ تنه جنرالان نیول شوي وو، چې ددوی له جمع نه ۱۱۹ تنه د کودتا د تشبص، د ولسمشر د وژلو د تشبص، د بې ګناه هیوادوالو د وژنې او یو زیات شمیر نورو تورونو په تور د محکمې په حپس محکوم شوي دي. د نیول شوو جنرالانو نه ۳ تنه سترجنرالان دي. ددوی په منځ کې د ترکیې د وسله وال پوځ دویم قومندان هم شتون لري.
همداشان ۴ تنه جنرالان خوشې شوي دي.
د نیول شوو کسانو نه د لویې برخې تحقیقات اوس هم دوام لري او یوه برخه کې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د کوداچیانو پر خلاف د روانو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې ۱۰۴۱۰ تنه نیول شوي دي چې ددوی د جمع نه ۴۶۰۰ تنه د محاکمو لخوا زندان ته استول شوي دي. د پاتو د ځینو تحقیقات دوام لري او ځیني څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.