ولسمشر اردوغان ته پرانيستى ليك

پدې پرانيستي ليك كې د عطا الله مبارز په نامه يو ورور ولسمشر اردوغان ته خپل احساس بيان كړى دى چې دلته يې خپروو.

534513
ولسمشر اردوغان ته پرانيستى ليك

په تركيه كې د ناكامې كودتا وروسته د نړۍ له ګوډ ګوډ نه يو زيات شمېر خوا خوږو پيغامونه رالېږلي دي چې دا دى يو يې كټ مټ خپروو. 

د يادولو وړ ده چې د ليك محتوا د ليكوال شخصي نظر دى او ټي آر ټي په كې د تصرف حق نه لري.

تاسې هم كولاى شئ چې په تركيه كې د كودتا د منحوس اقدام په اړه خپل نظريات او احساسات له موږ سره شريك كړئ تر څو په همدې پاڼه كې يې خپاره كړو. 

زموږ د برېښناليك پته ده: pashto@trt.net.tr

 

دترک ولسمشر رجب اردګان حفظه الله په نوم پرانستۍ لیک
لیکوال:عطاءالله مبارز
دجولایې دپینځلسمی سهارله خوبه راپاڅیدم، لمونځ مې وکړ، تلاوت مې وکړدمسنونو اذکارو ترویلو وروسته مې بیاخوب ته اراده شوه، خوقلبي سکون راسره ملګرتیاونکړه، فیسبوک مې خلاص کړدسرخبرپکې ډیرخواشینونکی و هغه داچې ( درجب طیب اردګان)په حکومت کودتاوشوه سخت اندیښمن شوم، په سیمیزو اونړیوالو رسنیوکې سروم شیبه په شیبه مې اندیښنه ډیریدله داسې کوم خبرمې پکې ونه موندچې زمادزړه سکون پری شوی وای. غربي رسنیو دکودتاچیانو دبریالیتوب لپاره سخت تبلیغات کړی و ترڅه مو دې دترکې غږپښتو رادیوخپرونې هم بندې وې. په لسګونه ځله دیادې رادیو ویب سایټ ته ورغلم الله جل جلاله ته په سوالونو اوزاریوسرشوم چې ای دځمکو او اسمانوخاونده داسلامي امت داوروستۍ تکیه دغدارانو له ناپاکو منګولو وساته هغه منګولو چې په کلیساګانوکې یې داسلام اومسلمانانوپه خلاف دناپاکه پاپانوپه لاس سوګندونه خوړلي ای دعرش مالکه دعثماني خلافت وارث له واکه مه محرومه وه، هغه وارث چې له کلونو وروسته یې ترکیه بیا داسلام دمبارک دین په چوکاټ کې راوسته، هغه وارث چې زماپه شمول دټول امت وروستۍ هیلې او ارزوګانې ورپوري تړلي، هغه وارث چې په سختوشرایطوکې یې دسوریې مظلوم مهاجرپه خپله خاوره ومنل اودژوند هررنګه اسانتیاوي یې ورته برابرې کړې، هغه وارث چې تېرکوچنی اختریې دفلسطین دیتیمانو په نوم ونوماوه، ریښتیاهم دعثماني خلاف حقیقي وارث ترک ولسمشر جلالتمأب طیب اردګان حفظه الله ده، زه اوزماټوله کورنۍ لومړی عالیقدررجب اردګان دوهم ټول ترکي اولس اودریم ټول اسلامي امت ته دیادې منحوسې کودتاپه ناکامیدو مبارکي وایو له رب متعال جل جلاله څخه سوال کوم چې عالیقدراردګان ترډیره داسلامي امت دخدمتونو لپاره ژوندی اوبریالی لري، کوم فوځیان چې دغدارانوسره دوطن ددفاع په جګړه کې شهیدان شوي الله تعالي جل جلاله دی بښني اوجنتونه ورته نصیب کړي اوکورنیوته یې دصبرجمیل اواجرعظیم غوښتونکې یم
په اسلامي مینه
ورور مو عطاءالله مبارز.

 



اړوند خبرونه