ترکیه : په ترکیه کې د کودتا د بریالي کیدو په صورت کې لویدیځې مډیا سمدلاسه ترنیه ملاتړ کولو

د ترکیې د ولسمشر ویاند په لویدیځوالو خبري رسنیو سخته نیوکه وکړه

534047
ترکیه : په ترکیه کې د کودتا د بریالي کیدو په صورت کې لویدیځې مډیا سمدلاسه  ترنیه ملاتړ کولو

د ترکیې د ولسمشر ویاند  ابراهیم قالن وویل که چیرې په ترکیه کې  د کودتا اقدام  بریالی شوی وی  لویدیځو خبري رسنیو به د مصر په څیر ترینه  ملاتړ اعلان کړی وی.

د ولسمشر اردوغان ویاندې په لویدیځو خبري رسنیو کې  د ترکیې د ناکامې کودتا په اړه په خپرو شوو خبرونو او د هغوې په دریځ  سخته نیوکه وکړه.

هغه  د ټولنیزې مډیا له لارې په کړو څرګندونو کې  ویلي دي چې  د لویدیځ ځینو مهم او مشهورو خبري رسنیو ترک ملت او ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د سپکاوي ډک خبرونه خپاره کړي چې دا  تر وروستۍ  درجې  سپک  او ناولی  اقدام  دی.

هغه وویل بهرنیو خبري رسنیو په ترکیه کې  د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا نه  د پیلیدو د شیبې نه ملاتړ ښودلی وو. پداسې حال کې  چې په ترکیه کې  کودتا په شا تنبول شوې وه  او ډیری  کودتاچیان نیول شوي وو  خو یو زیات شمیر بهرنیو تلویزیونونو  اوس هم  په ترکیه کې کودتا وشوه  او یا بریالۍ  شوه  په څیر  خبرونه خپرول.

هغه وویل چې  سي ان ان او بي بي سي  په څیر  نړۍوالو خبري کانالونو  د ناسمو خبرونو په خپرولو سره  د سالم معلوماتو ترلاسه کولو او یا د ترلاسه کړو خبرونو د تاییدولو په څیر  د ژونالیزم  اصلي اساسات د خپو لاندې کړي دي.

نوموړو خبري رسنیو په ترکیه کې کودتا  وار د مخه په شا تنول شوې وه او ډیری کوتاچیان نیول شوي وو  اوس هم په ټینګار سره  عسکرو حکومت  راوپرزو  او عسکرو کودتا وکړه د سرلیکونو لاندې خبرونه خپرول.

هغه وویل که چیرې  د کودتا دا ناکامه اقدام  بریالی شوی وی  لویدیځو خبري رسنیو به د مصر په څیر  سمدلاسه ترینه د ملاتړ اعلان کړی وی.

قالن د سویډن د بهرنیو چارو د وزیر د هغه پیغام په ځواب کې چې ویلي وو د اروپا د غړیتوب لپاره په نوماند هیواد ترکیه کې د ترسره شوې کودتا نه  ملاتړ ناممکنه خبره  وویل، مونږ  ستاسې په حسن نیت  ډیر ښه پوهیږو خو غلط خبرونه  یواځې  کودتاچیانو ته  خدمت کوي.



اړوند خبرونه