پارلمان هم د بيړني حالت په اړه لايحه تصويب كړه.

د تركيې ملي شورا په هېواد كې د ۹۰ ورځو لپاره د بيړني حالت په اړه لايحه تصويب كړه.

534669
پارلمان هم د بيړني حالت په اړه لايحه تصويب كړه.
ibrahim kalın.jpg

 

 

دا لايحه په عمومي غونډه كې د حاضرو ۴۶۱ وكيلانو نه د ۳۴۶ تنو د مثبتو رايو په پايله كې تصويب شوه.

لومړي وزير بنعلي ييلدرم د لايحې د تصويب نه وروسته په خپلو څرګندونو كې وويل چې بېړنى حالت به د جولاى د ۱۵مې نېټې د ناكامې كودتا په پايله كې د رامنځته شوو ستونزو د آواري او د كودتاچيانو د موندلو په موخه د قانوني چاپېريال د رامنځته كولو لپاره عملي شي.

د لومړي وزير په وينا د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې چې د كلونو راهيسې يې په دولت كې ځالې كړي دي د پاكولو، استقلال او ديموكراسۍ ته د زيانمو كړيو د لمنځه وړلو په موخه به د بېړني حالت له امكاناتو ګټه پورته شي.

د بله پلوه د لومړي وزير مرستيال او د حكومت وياند وويل چې د پلان سره سم به بېړنى حالت په هېواد كې يوه يا يوه نيمه مياشت داوم وكړي.

د ولسمشر وياند ابراهيم كالن وايي چې بېړنى حالت به د خلكو په ورځني ژوند منفي اغېزه ونكړي. كالن چې د يوې ټلويزيوني شبكې سره خبرې كولې وويل  بېړنى حالت به  د فعال او اغېزمن قضايي پروسيجر په عملي كولو كې مرسته وكړي.



اړوند خبرونه