په ترکیه کې اعلان شوی بیړنی حال د تیرې شپې د ۱ بجې نه په اعتبار نافذ شو

په ترکیه کې د ملي امنیت د شورا په غوښتنه د وزیرانو شورا د ۳ میاشتو لپاره بیړني حال د اعلانولو پریکړه وکړه

533871
په ترکیه کې اعلان شوی بیړنی حال د تیرې شپې د ۱ بجې نه په اعتبار نافذ شو

په ترکیه کې  د ۳ میاشتو لپاره  اعلان شوی  بیړنی  حال  د تیرې شپې د یوې بجې نه په اعتبار سره  نافذ شو.

په ترکیه کې  د ملي امنیت د شورا په توصیې او د وزیرانو د شورا د پریکړې له مخې  اعلان شوی  بیړنی  حال  په رسمي جریده کې  د خپریدو سره  د ۲۰۱۶ کال د جولای د میاشتې د ۲۱مې نیټې  د شپې د یوې بجې نه په اعتبار سره نافذ شو.

په ترکیه کې د جولای د ۱۵مې ناکامې کودتا د اقدام نه وروسته پرون  د ملي امنیت د شورا غونډه وشوه. دا غونډه د هیواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  جوړه شوه.

د ملي امنیت شورا د غونډې نه سمدلاسه وروسته د وزیرانو شورا غونډه وشوه. د وزیرانو شورا غونډه هم  د ولسمشر رجب طیب اردوغان  په مشرۍ په جوړه شوه.

د هیواد د وزیرانو شورا  د ډیموکراسۍ، حقوقو او ازادیو نه د لا ښه دفاع او ځواکمنتیا په موخه  د ملي امنیت شورا د توصیې له مخې  د ۳ میاشتو لپاره  په ټول هیواد کې  د بیړني حال د اعلانولو پریکړه وکړه.

په ټول هیواد کې  د بیړني حال  د اعلانولو په اړه د وزیرانو د شورا پریکړه د هیواد د رسمي جریدې  د جولای د ۲۱ مې نیټې په ګڼه کې خپره شوه. د وزیرانو شورا په پریکړه کې ویل شوي دي چې  د ترکیې د اساسي قانون د ۱۲۰ مې مادې  او بیړني حالت د ۲۹۳۵ شمیرې قانون  د دریمې مادې  د ( ب )  بند  له مخې  په ټول هیواد کې  د ۲۰۱۶ کال د جولای د میاشتې  د ۲۱مې نيټې  د شپې د یوې بجې نه وروسته د ۹۰ ورځو لپاره  بیړنی  حال اعلان شو.

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ملي امنیت د شورا او د وزیرانو د شورا د غونډو نه وروسته په خبري غونډه کې  ګډون وکړ. ولسمشر رجب طیب اردوغان  د تیرې سې شنبې په ورځ  ویلي وو چې د چارشنبې په ورځ به مهمه  پریکړه اعلان کړي.

ولسمشر اردوغان  تیره ورځ  دا مهمه  پریکړه پخپله اعلان کړه. ولسمشر اردوغان  د پریکړې  د اعلانولو پر مهال په هیوادوالو غږ وکړ چې  هیڅډول اندیښنه ونکړي، دا پریکړه  په هیواد کې  د ډیموکراسۍ، حقوقو او ازادیو نه  د لا ښه دفاع  او ځواکمنتیا  او په اقتصادي برخو کې د لا ښو قوي ګامونو د پورته کولو او اصلاحاتو  په خاطر  شوې ده.

 



اړوند خبرونه