په كابل كې د تركيې له حكومته د ملاتړ لاريون

په تركيه كې د جولاى د ۱۵مې نېټې د ناكامې كودتا نه وروسته د نړۍ په يو زيات شمېر هېوادونو كې د تركيې له دولته د ملاتړ په پار غونډې او لاريونونه ترسره كيږي.

534619
په كابل كې د تركيې له حكومته د ملاتړ لاريون

 

په تركيه كې د جولاى د ۱۵مې نېټې د ناكامې كودتا نه وروسته د نړۍ په يو زيات شمېر هېوادونو كې د تركيې له دولته د ملاتړ په پار غونډې او لاريونونه ترسره كيږي.

دا دى نن په كابل كې هم سلګونو تنو د يو لاريون په ترڅ كې تركي ولس ته پر كودتاچيانو باندې د بري له امله مباركي وويله او كودتا يې وغندله.

دا لاريون چې د شهرنو په پارك كې جوړ شوى وو په كې سلګونو ځوانانو، ښځو، سوداګرو او د مدني ټولنې فعالانو ګډون كړى وو. د لاريون پر مهال د كودتاچيانو د غندلو ترڅنګ د تركي ولس د بېدارۍ له امله خوښي څرګنده شوه او ورته مباركي وويل شوه.



اړوند خبرونه