ولسمشر اردوغان د کودتا د ناکام اقدام نه وروسته د لومړي ځل لپاره انقرې ته راغی

ولسمشر اردوغان د مهمو پریکړو لپاره پلازمینې انقرې ته راغی

533117
ولسمشر اردوغان د کودتا د ناکام اقدام نه وروسته د لومړي ځل لپاره انقرې ته راغی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د جولای د ۱۵ مې ناکامې خونړۍ  کودتا نه وروسته د لومړي ځل لپاره  پلازمینې انقرې ته راغی.

ولسمشر اردوغان  چې د کودتا  د پیلیدو پر مهال  د هیواد د موغلا ولایت د مارماریس په ښار کې وو  وروسته  استانبول ته  راغلی وو. ولسمشر اردوغان  د کودتا د ناکامیدو نه راپدیخوا کې په استانبول کې وو چې  تیره شپه  د لومړي ځل لپاره  انقرې ته راغی.

ولسمشر اردوغان انقرې ته د راتګ سره سم  د ګرجستان لومړی وزیر  چې د رسمي سفر په ترڅ کې  ترکیې ته راغلی دی  حضور ته ومانه.

 

ولسمشر اردوغان  د ناکامې خونړۍ کودتا نه وروسته  د لومړي ځل لپاره  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  چې د کودتاچیانو لخوا پرې ډیر زیات بریدونو شوي  بهرني مشر سره لیدنه وکړه.

د ولسمشر اردوغان او ګرجستان د لومړي وزیر په لیدنه کې د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم هم  ګډون کړی وو.

ولسمشر اردوغان به نن  د ملي امنیت د شورا په غونډه کې  او د وزیرانو د شورا په غونډه کې  شوې  مهمې  پریکړې  اعلان کړي .

ولسمشر اردوغان  تیره ورځ ویلي وو چې  د ملي امنیت د شورا د غونډې وروسته د چار شنبې په ورځ به ډیرې مهمې پریکړې اعلان کړي.



اړوند خبرونه