د بمبار په شپه د تركيې په پارلمان كې څه تېرېدل؟

د جولاى د ۱۵مې نېټې د ناكامې كودتا پر مهال د وسله والو ځواكونو په ليكو كې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې اړوند خاينو منسوبينو د ملت په ګډ كور پارلمان باندې هم بمباري وكړه. په ملي شورا كې د خلكو استازو ددې بمبارۍ پر وړاندې د مقاومت سره خپله تاريخي دنده او مق

533592
د بمبار په شپه د تركيې په پارلمان كې څه تېرېدل؟
tbmm darbe girişimi gecesi 2.jpg
tbmm darbe girişimi gecesi 3.jpg
tbmm darbe girişimi gecesi 1.jpg

 

 

په ملي شورا كې د خلكو استازو او د څلورو سياسي ګوندونو غړو د اېف – ۱۶ ډوله الوتكو د بمبارۍ پر مهال د غونډې په تالار كې راټول او د خاينينو پر وړاندې يې د خپل ځان او ملت په استازيتوب قهرمانانه دفاع وكړه.

په ملي شورا كې د خلكو استازو په داسې حال كې چې په ژوندۍ بڼه د ټلويزيوني كانالونو له لارې ملت ته ډاډ وركولو د بمبارۍ له امله د ودانۍ يوه برخه ويجاړه شوې وه.

د بمبارۍ له امله په ملي شورا كې د لومړي وزير بن علي ييلدرم كاري دفتر ويجاړ شوى او د عمومي تالار د چت يوه برخه لوېدلې وه.

د ملي شورا امنيتي مسول د وكيلانو نه پټنځايونو ته د ښكته كېدو په موخه  د پر له پسې غوښتنو سره سره وكيلانو په عمومي تالار كې د مقاومت د كولو پرېكړه وكړه.

د باروتو د بوى او لوخړو ترمېنځ د تركيې د عدليې وزير بكر بوزداغ غږ اورېدل كېده چې د پارلمان مشر اسماعيل قهرمان  ته يې په خطاب كې ويل چې `` ښاغلى ريس! كه چېرې عمومي تالار وتړو او پټنځايونو ته لاړ شو نو ملت به فكر وكړي چې دوى ووېرېدل. زموږ دنده په همدې ځاى كې د مرګ لپاره انتظار دى.``

د ملي شورا پخواني ريس جميل چيچك وايي چې د بمبارۍ پر مهال ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختيا د ګوند يوې استازې ايلكنور اينجه ګوز سره د ټيلفون پر كرښه د خبرو په ترڅ كې وويل چې ``نومونه مو په تاريخ كې په زرينو ټكو وليكل.``

د ملي شورا مشر اسماعيل قهرمان په پارلمان كې د عدالت او پراختيا ګوند، د خلكو  جمهوري ګوند او د ملتپاله غورځنګ د ګوند استازو ته وړانديز وكړ چې پدې اړه ګډه اعلاميه خپره كړي.

دا اعلاميه كې چې د قلم په واسطه په بيړه د وكيلانو لخوا تياره شوه، په پارلمان كې د څلورم ګوند چې د خلكو ديموكراتيك ګوند نوميږي، د ټيلفون په واسطه د تاييد نه وروسته د خپرولو لپاره آماده وه.

دا په داسې حال كې وه چې د خاينو سرتيرو چورلكې د ملي شورا په انګړې كې ناستې تيارې وې او ټانكونه يې عمومي دروازې ته رسېدلي ول. د پارلمان د ساتنې د چارو د ادارې مشر نور الله اوزتورك پوليسو ته امر و كړ چې په دخولي دروازو كې د كودتاچي خاينينو سره مقاومت پيل كړي او پرېنږدي چې ودانۍ ته ننوځي.

د پارلمان اتلو ساتونكو په عمومي تالار كې د خلكو د استازو او د ملت د كور د ساتنې په لار كې د خپلو وينو په بيه مقاومت وكړ چې ځينې يې د بمونو په چرو ټپيان هم شول.

دا حالت يواځې او يواځې د بهرنيو اشغالګرو ځواكونو لخوا پر دښمن هېواد باندې يرغل ته ورته وو. له بده مرغه كودتاچي خاينين د همدې ملت په وسلو د ملت پر استازو بمونه اورول.

دا پدې معنى ده چې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې منسوبين په هېڅ ډول تركي، اسلامي او حتى انساني ارزښتونه نه پېژندل.

د بريدونو پر وړاندې  مقاومت نه څو ساعته وروسته په تالار كې رسمي غونډه پرانيستل شوه او د ملي شورا ريس اسماعيل قهرمان خلكو ته په خطاب كې داسې وويل:

`` هغو كسان چې زموږ پر ملت باندې يې دا ظلم وكړ بې له شكه به مجازات شي. پر پارلمان بمباري شوې ده. هغو كسانو چې د ملت په پېسو او امكاناتو لوى شوي دي، د ملت پر سينه باندې د ټوپك ميل كېښود. يو ځل بيا خپل ملت ته تسليت وايم او د لوى خداى ج نه غواړم چې بيا مو ددې تورې ورځې نه وساتي. اوس ددې وخت راغلى دى چې په خونسردۍ او پياوړې ارادې سره دا ستونزه اواره كړو او د خلكو پر ټپونو مرهم كېږدو. ملي شورا ټوله شپه د ديموكراسۍ نه د دفاع لپاره پيره وكړه. اوس په پارلمان كې د څلورو ګوندونو لخوا تياره شوې ګډه اعلاميه لولو او ټولنې ته وړاندې كوو. حاكميت د ملت پورې اړه لري او ټولنې دا ثابته كړه.``

قهرمان وروسته دا ګډه اعلاميه ولوستله.

په ګډه اعلاميه كې دا بريدونه په كلكه وغندل شول او ټينګار وشو چې`` لكه د نن په څېر په راتلونكې كې به هم هغه لاسونه چې د ملي ارادې او پارلمان پر لور اوږد شوي وي، د تركيې د ملي شورا د اوسپنيزې ارادې او مقاومت سره به مخامخ شي. د تركيې ملي شورا به تل پر ديموكراسۍ باندې د ملت د پوره باور د انعكاس په ميدان بدله شي.``

د ملي شورا د ودانۍ نه بهر لسګونه زره كسانو او په ټوله تركيه كې په ميليونونو هېوادوالو په داسې حال كې چې په لاسونو كې يې د تركيې بيرغونه ول د كودتا پر وړاندې شعارونه وركول او د ملي ارادې، ملي شورا او ولسمشر نه يې د ملاتړ په لار كې چيغې وهلې. 



اړوند خبرونه