اردوغان د ویدیويي پیغام سره ملت ته خطاب وکړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولای ۱۵ مې ناکامې کودتا نه وروسته پیښې د ویدیويي پیغام په ترڅ کې وارزولې

532297
اردوغان  د ویدیويي پیغام سره  ملت ته خطاب وکړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې  د جولای  د ۱۵ مې نیټې  په شپه  د کودتا د ناکام  اقدام په مقابل کې  ملت  تاریخي  دریځ  او شهامت ښکاره کړ.

ولسمشر اردوغان  ملت ته په خطاب کې په خپور کړي ویدیويي پیغام کې  ویلي دي چې  ملت ، پولیسو  او وسله وال پوځ  لاس په لاس کې د ورکولو سره د کودتا د ناکام اقدام په مقابل کې  تاریخي  دریځ  او شهامت  ښکاره کړ.

ولسمشر اردوغان  پدې پیغام کې  د ترک ملت ملي ارادې ته په اشارې سره وویل چې  د ترکیې ملت  د خپل هیواد او ملي ارادې نه  په کلکه توګه د دفاع کولو سره  د کودتاچیانو ټوپ، ټانک، چورلکو ، الوتکو او ټوپکو  هیڅ کار ونکړ. که چیرې  کودتاچیانو ټانک ، ټوپ او طیارې  درلودلې  په میلیونونو تنو هیوادوالو قوي ایمان درلود.

ولسمشر اردوغان  د هیواد وسله وال پوځ ته په اشارې سره وویل چې   د جولای ۱۵مې ناکامه  کودتا  د ترکیې د ملت سربیره د وسله والو ځواکونو سره  ستر خیانت  وو. هغه زیاته کړه چې  ددې ناکامې کودتا په وسیله  دې خاینینو چې  په ټول هیواد کې په هر برخه کې  د سرطاني حجرو په څیر  ځالې جوړې کړې وې  په وسله والو ځواکونو کې هم  قوي ریښې ځغلولې  چې  انشاالله  دا ټول به  تصفیه کړې شي.

ولسمشر اردوغان  د کودتاچیانو د عاقبت  او جزا په اړه وویل « په نړۍ کې  چې وطن ته د خیانت کومه  جزا وي  دا کودتاچیان به هم په هماغه  جزا محکوم شي . »

ولسمشر اردوغان  د لویدیځ لخوا د ترکیې په ډیموکراسۍ  د نیوکو په ځواب کې وویل چې  په ترکیه کې  ډیموکراسي  یواځې  د کاغذ  په مخکې پاتې نده، د ترکیې ملت  د خپل ځان او خپلو وینو په بیه  د ډیموکراسۍ د ارزښتونو نه  دفاع  نړۍ ته  ښکاره کړه.

د کودتا نه وروسته رامنځته شوي  پرمختګونه  د ترکیې د ډیموکراسۍ  ضعف  ندی  برعکس  د دیموکراسۍ  د قوت  او طاقت  ښکاره بیلګه ده. د ترکیې  ملت د ډیموکراسۍ پر وړاندې صداقت  نړۍ ته  په ډیره ښه توګه په اثبات  ورسو.



اړوند خبرونه