اردوغان : د کودتا کوونکو نه ملاتړ کوونکي هم ترهګر دي

اردوغان : کودتا کوونکو ته به هغه سزا ورکړو څه چې د نړۍ په نورو هیوادونو کې د وطن خاینینو ته ورکول کیږي

532255
اردوغان : د کودتا کوونکو نه ملاتړ کوونکي هم  ترهګر  دي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د چار شنبې په ورځ به د هیواد د ملي امنیت د شورا د غونډې نه وروسته  ډیرې مهمې  پریکړې  اعلان کړي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان دا څرګندونې  په استانبول کې د خپلې اقامتګاه په مخکې  راټولو شوو په سلګونو زرو تنو هیوادوالو ته وکړې. د ویلو ده چې د جولای په ۱۵ مه نیټه  د فتح الله ګولن  ترهګریز سازمان لخوا  د کودتا د اقدام نه وروسته  په سلګونو زره تنه هیوادوالو په استانبول کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  د کور په مخکې  د ډیموکراسۍ  نوبت  ته  دوام ورکوي.

ولسمشر اردوغان دې هیوادوالو ته په وینا کې وویل چې  د چارشنبې په ورځ به د ملي امنیت د شورا د غونډې نه وروسته د وزیرانو د شورا غونډه وکړه. ددې غونډو نه وروسته به ډیرې مهمې  پریکړې  د هیوادوالو سره  شریکې کړو.

انشاالله چې نوی  بهیر به پیل کړو. ولسمشر رجب طیب اردوغان  دلته په سلګونو زرو تنو ته  د وینا  کولو نه وروسته  نیم ساعته ویدیويي پیغام خپور کړ.

د ولسمشر اردوغان  نیمه ساعته ویدیويي پیغام کې  پرون د شپې په نیمايي کې  خبري رسنیو ته واستول شو.

ولسمشر اردوغان پدې ویدیويي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  د جولای په ۱۵ مه نیټه  د د خاینې او ناکامې کودتا د اقدام په ترڅ کې  په لوی درستیزوالۍ، پارلمان او ولسمشرۍ په ماڼۍ  برید کوونکي  د عسکرو په جامه کې  ترهګر دي.

هغه وویل چې  دوی  د عسکرو د باشرفه  یونیفورم  لاندې  پټ شوي  خاینین  دي.

ولسمشر اردوغان ویلي دي چې  دا لومړی ځل دی چې  د کودتا اقدام  د ملت لخوا  ناکامیږي  او مخه نیول کیږي. هغه وویل چې دا پخپله  په ترکیه کې  د ډیموکراسۍ د قوت او طاقت  ښکاره او ژوندۍ بیلګه ده.

هغه وویل چې  په ډیموکراسۍ کې  د عسکرو ، پولیسو، قضايي ارګانونو کارکوونکو او مامورینو لخوا  د ترهګرو نه امر اخیستل  د منلو وړ خبره نده.

ولسمشر اردوغان پدې پیغام کې د هیوادوالو نه د هیواد د میړانه  او په وطن مینو بچیانو  او د کودتا کوونکو  جاني قاتلانو ترمنځه د توپیر کولو  او ټولو ته په یوه سترګه د نه کتلو غوښتنه وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې  دې خاینینو چې  د دولت په ټولو ارګانونو کې  د سرطاني حجرو په څیر  ځای  نیولی دی  د تصفیې چارې دوام لري. د تصفیې چارې یواځې په امنیتي او قضايي ارګانونو کې  نه  بلکې  د هیواد په ټولو دولتي اداراتو کې  پیل شوي دي.

ولسمشر اردوغان  ددې خبرې په ټینګار وویل « هر هغه څوک چې  دا  د عسکرو په جامه  کې د ترهګرو د بې ګناه ثابتولو هڅه کوي  هغوې  ددې خونړۍ کودتا ملاتړ کوونکي  دي . دوی هم  حکمآ  ترهګر  دي . »

ولسمشر اردوغان وویل په نړۍ کې  چې  وطن ته د خیانت  کولو څه  جزا  وي  دوی ته به هم  هماغه  جزا  ورکړل شي.

ولسمشر اردوغان دې خبرې ته په اشارې سره وویل چې  د جولای د ۱۵مې نیټې نه راپدیخوا  د هیواد  او ټولنې  ټولو برخو کې  د ملي ارادې  نه  دفاع کړې ده .

ولسمشر اردوغان  پدې پیغام کې  د ناکامې  کودتا د شهیدانو، په کورونو کې  د اوښکو نه ډکو سترګو سره  د حکومت او دولت د بقاء په خاطر دعا کوونکو ، د ملت د شرف او ناموس نه  دفاع کوونکو ټولو سیاسي ګوندونو ، پولیسو ، د کودتاچیانو پدې خاین پلان کې ګډون نه کوونکو  عسکرو  او خبري رسنیو نه  د زړه له کومې  مننه وکړه.

ولسمشر اردوغان  په پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  د هرې سختې نه وروسته  راحتي  او د هر تورتم نه وروسته رڼا  راځي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  دا خاوره به ددینه وروسته  په خپلو خلکو د ټانک او ټوپکو سره  برید کوونکي خاینین  ونه زیږوي. هغه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان نه  د پروژې په توګه یادونه وکړه. ددوی نه يي په پردو  خرڅ شوو ترهګرو په توګه یادونه وکړه.

هغه وویل چې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان په څیر  چې د هیواد په ملي یووالي ، اتحاد او اتفاق  بریدونه کوي  ترهګرو ډلو پر خلاف به  له جدي  او سخته مبارزه وکړو.

 

 



اړوند خبرونه