پر تركيې څه تېر شول؟ د پېښو لنډيز

په نظامي يونيفورم كې هغه خاينين چې د دولت لخوا د وركړل شوو شوبلو او ټوپكونو ميلونه يې د خپلو هېوادوالو پر لور واړول او د همدوى په پېسو د اخيستل شوو جنګي جټ الوتكو په واسطه يې پرې بمباري وكړه، بيا هم د همدې ملت د غضب سره مخامخ شو.

532069
پر تركيې څه تېر شول؟ د پېښو لنډيز
darbe girişimi ve sonrası1.jpg

 

په نظامي يونيفورم كې هغه خاينين چې د دولت لخوا د وركړل شوو شوبلو او ټوپكونو ميلونه يې د خپلو هېوادوالو پر لور واړول او د همدوى په پېسو د اخيستل شوو جنګي جټ الوتكو په واسطه يې پرې بمباري وكړه، بيا هم د همدې ملت د غضب سره مخامخ شو.

د جولاى په ۱۵مه تركي ملت د شهامت داستان په زرينو كرښو وليكولو. دې اتل ملت يو ځل بيا هغه چا ته غاښ ماتوونكى ځواب وركړ چې د دوى وطن، بيرغ، ټاكل شوي ولسمشر، د ملي شورا غړو، ملي يووالي، ديني عقيدې او د ژوند په ورځنيو چارو كې د مداخلې لپاره يې لاس اوږد كړى دى.

پدې لار كې ددې وطن د ۲۰۸ تنو اولادونو وينې توى شوې. روح دې ښاد وي او وينه دې رنګ راوړي.

دا خاينانه عمل په اصل كې د د جولاى د ۱۶مې په سهار عملي كېدلو خو د پلان د افشا كېدلو نه وروسته له كودتاچيانو لودن ورك شو.

ولسمشر اردوغان ددې خاينانه پلان د شنډولو په موخه د ټيلفوني اړيكې له لارې په ټلويزيون كې خپل هېوادوال خبر كړل.

د ولسمشر اردوغان او لومړي وزير بن علي يېلدرم د غوښتنې په اساس د هېواد په ګوډ ګوډ كې هېوادوال لارو او كوڅو ته را ووتل او كودتا ته يې اجازه ورنكړله.

د لوى درستيز د مقام په دفتر كې د ډزو غږونه واورېدل شول او په پلازمېنه انقره كې د چورلكې لخوا پر عامو وګړو ډزې پيل شوې. سربېره پر دې د انقرې آسمان بيا د جټ د الوتكو د انګازو نه ډك شوى وو.

د جټ الوتكو او چورلكو لخوا په مهمو ودانيو بمباري وشوه.  د تركيې د لوى درستيز د مقام دفتر، د ملي استخباراتو د ادارې مقر او د كمانډو پوليسو مركز د څو ساعتونو لپاره تر ځمكنيو او هوايي بريدونو لاندې راغى.

لوى درستيز سترجنرال خلوصي آكار د يوې ډلې كودتاچيانو لخوا وتښتول شو.

اكار د تش په نامه اضطراري حالت د پرېكړې د متن د لاسليكولو نه د ډډې په پايله كې د خاينينو لخوا يې مرۍ په كمربند وتړل شوه او وزورل شو.

په همدې شېبو كې د وسله والو ځواكونو په رسمي انټرنېټي پاڼه كې د كودتا اعلاميه خپره شوه، په استانبول كې په مهمو نقطو كې ټانكونه ځاى پر ځاى او د تركيې د راډيو ټلوېزيون په ادارې باندې يرغل وشو. د تش په نامه كودتاچي رژيم اعلاميه د وسلې د ميل په زور په ژوندۍ بڼه ولوستل شوه.

دا هغه مهال وو چې د تركيې په ګوډ ګوډ كې سلګونه زره كسان په داسې حال كې چې د تركيې بيرغونه يې په لاس كې ول ميدانونو ته را ووتل او د شوبلو او ټوپكونو د ميلونو پر وړاندې يې خپله سينه سپر كړه.

د اردو  اصلي قوماندانانو پر خاينو كودتاچيانو غږ وكړ چې خپلو قشلو ته ستانه شي.

شېبه وروسته د خلكو لخوا ټي آر ټي له سرتېرو بېرته ونيول شوه.

د ملي استخباراتو رياست هم د كودتاچيانو د په شا تمبولو خبر وركړ.

كودتاچيانو د لوى درستيز د مخابراتي سيستم په كارولو سره خپلو پلويانو ته هغه ۲۰ مادييز پلان لېږلى وو چې له مخې به يې د شپې په درې بجو كودتا كوي او د سهار په شپږو بجو به په ټول هېواد كې بېړنى حالت اعلانوي.

په اعلاميه كې د بېړني حالت د قوماندانيو او محاكمو د جوړولو او ددې محاكمو د پرسونل نومونه هم ذكر شوي ول.

اوس پوښتنه دلته ده چې ولې يې پلان ۸ ساعته بدلون وموند.

يو تن په هېواد مين سرتيري پوليسو ته د ټېلفون پر كرښه خبر وركړ چې نظاميان نن شپه د خپلو هډو را وځي او عاموژنه كوي.

د دوى د پلان د شنډېډو سره سم ۸ ساعته وړاندې دويم پلان عملي شو. لارو او كوڅو ته د شوبلو، توپونو، الوتكو او چورلكو سره را ووتل او سلګونه يې شهيدان كړل.

د خاينينو پلان د ولسمشر اردوغان د درايت، د امنيتي ځواكونو د مقاومت او د اوردو د لومړي نمبر قوماندانۍ د تدابيرو په پايله كې ملي ارادې او ديموكراسۍ وګټله.

يو تن كودتاچي بريد جنرال چې غوښتل يې د ځانګړو ځواكونو قومانداني ونيسي، د يو بل ټيټ رتبه افسر لخوا په تندي وويشتل شو او ځاى پر ځاى مړ شو. دا افسر هم د بريد جنرال د ساتونكو لخوا شهيد شو.

په لنډه توګه د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د منسوبينو لخوا پيل شوې كودتا د ۲۲ ساعتونو په څېر لنډ وخت كې كنترول شوه.

هغه څه چې تر ابده پاتې شول، د خلكو ملي اراده وه.

هغه څوك چې پر هېوادوالو او د هغوى په ملي شورا باندې بريدونه كوي، هېڅكله هم `تركي سرتېرى` نشي كېدلى.



اړوند خبرونه