ترکیه کې د ۱۱۰ تنو څارنوالانو او قاضیانو د نیولو امر وشو

په ترکیه کې ۱۱۰ تنه څارنوالانو او قاضیان د کودتاچیانو نه د ملاتړ او هغوې سره د همکارۍ په تور ونیول شول

531082
ترکیه کې د ۱۱۰ تنو څارنوالانو او قاضیانو د نیولو امر وشو

د اناتولیا  لوی څارنوالۍ  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ترسره شوي ناکامې کودتا  د څیړونو  په چوکاټ  کې  د ۱۱۰ تنو څارنوالانو او قاضیانو د نیولو امر وکړ.

د ترکیې قاضیانو او څارنوالانو د عالي شورا  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  لخوا د ترسره شوې ناکامې کودتا  د څیړونو په چوکاټ کې  د ۳۹ تنو برحالو  څارنوالانو او ۷۱ تنو برحالو قاضیانو د نیولو  امر وکړ. ددې پرمختګ نه وروسته  د اناتولیا لوی څارنوالۍ  د نوموړو کسانو د هر څه ژر د نیولو امر ورکړ.

نوموړي  څارنوالانو او قاضیان د وسله وال ترهګریز ګوند د غړیتوب، د ترکیې جمهوریت د حکومت پر خلاف د کودتا  او د حکومت  د چارو پر وړاندې د خنډ جوړولو په څیر  یو زیات شمیر تورونه لګیدلي دي.

همداشان د اناتولیا  د دویمې جزا محکمې  په امر  د نوموړو څارنوالانو او قاضیانو په کورونو  او دفترونو کې د پلټنې امر ورکړ شوی دی .

د نوموړو څارنوالانو او قاضیانو  په کورونو کې  د ۵ تنو څارنوالانو په حضور کې  پلټنې شوي دي.

د نوموړو څارنوالانو او قاضیانو نه  یو زیات شمیر نیول شوي او ځیني چې په کورونو کې نه وو  د نیولو په اړه يي پلټنې دوام لري.



اړوند خبرونه