په ترکیه کې د ناکامې کودتا په اړه د هیواد د مشرانو غبرګون

د ترکیې ولسمشر، د ملي شورا ریس او لومړي وزیر وویل چې کودتاچیان به د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي

531263
په ترکیه کې د ناکامې کودتا په اړه د هیواد د مشرانو غبرګون

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کودتا د اقدام د ناکامیدو نه وروسته  وویل چې  د ترکیې د اتحاد، اتفاق، ملي یووالي او ورورولۍ دښمنانو  د جولای په ۱۵ مه نیته  د وسله وال اقدام سره  د حکومت د نیولو هڅه وکړه.

پدې شپه  د هیواد په څلورو ګوټونو کې هیوادوالو زمونږ بلنې ته د لبیک په ویلو او   میدانونو ته د راوتو سره د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  لخوا د ترسره  شوي کودتا    مخنیوی وکړ.

هغه وویل هیوادوال میدانونو ته د وتو قوي ارادې  ښودلو سره  وویل ،که چیرې هغوې توپونه او ټانکونه لري مونږ  قوي ایمان  لرو ، د هغوی په مقابل کې  ودریدل. زمونږ  دې  ځوان  ورور لخوا د ټانک  د پټلۍ  په مخ کې  د ځان اچول  کومه  ساده  پیښه نده، دا په اصل کې  د قوي ایمان ښکارندويي کوي.

د ترکیې د ملي شورا  ریس  اسماعیل قهرمان  بیا وویل چې  ملت د کودتاچیانو په مقابل کې  یو موټي  او یو وجود شوی دی. هغه کسانو چې دا ظلم او غمونه يي په مونږ  روا  لیدلي دي  لازمه  او مستحقه  جزا به وویني.

 

د ترکیې لومړي وزیر او د عدالت او پراختیا واکمن ګوند مشر بنعلي ییلدرم  بیا د ترک ملت نه  د دیموکراسۍ نه د دفاع په خاطر د مننې سره وویل چې  د کوتاچیانو په سترګو د وینو پردې ښکته شوې  او جنایتونه يي ترسره کول. خو یوه خبره يي هیره کړې وه  چې داده  چې  هر هغه څوک  چې د ملت  کور  ته  په بده سترګه وګورۍ  او د دښمني لاس وراږود کړي  هغه  لاس  سوځي. د کودتا نه  لا ۲۴ ساعتونه نه وو تیر شوي چې دا لاسونه ټول  وسوځیدل  . تر ننه پورې  د کودتا اقدام کوونکي  پرته  د سزا پاتې شوي ندي او ددینه وروسته به هم پاتې نشي.

انشاالله چې ددینه وروسته به هیڅوک  د ملي ارادې سره د لوبو کولو جسارت ونکړي.


پيوندونه: #ترکیه , #کودتا , #مشران

اړوند خبرونه