په ترکیه کې د انجیرلیک هوايي هډه پرانیستل شوه

د انجیرلیک هوايي هډه چې د هوايي ټرافیک پر مخ تړل شوې وه له سره پرانیستل شوه

531326
په ترکیه کې د انجیرلیک هوايي هډه  پرانیستل شوه

په ترکیه کې  د جولای په ۱۵ مه د ناکامې کودتا په پایله کې  تړل شوې  د انجیرلیک هوايي هډه  یو ځل بیا  پرانیستل شوه.

د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت  یو ځل بیا د انجیرلیک  هوايي هډې د پرانیستل کیدو نه خبر ورکړ.

د پنټاګون ویاند  پیتر کوک  خبریالانو ته وویل چې  د متفق هیواد ترکیې سره  د کوردیناسیون په پایله کې  د ترکیې نه د داعش پر خلاف د مبارزې په موخه  عملیات له سره پیل شول.

هغه وویل چې تیره ورځ  د ترکیې د انجیرلیک هوايي هډه  تړل شوې وه او برښنا يي پرې شوې وه.

هوايي هډې ته په ننوتو او راوتو بندیز لګول شوی وو چې دا بندیز لرې کړې شو او هډه  له سره  پرانیستل شوه.

هغه وویل چې  د نوموړې هډې نه  د داعش پر خلاف هوایي عملیات  ترسره کیږي چې یو ځل بیا  پیل شول.



اړوند خبرونه