لوی درستیزوالۍ د ترسره شوې کودتا نه وروسته لومړنۍ رسمي اعلامیه خپره کړه

د ترکیې وسله وال پوځ : ټول کودتاچیان نیول شوي او کودتا شنډه شوې

531249
لوی درستیزوالۍ  د ترسره شوې کودتا نه وروسته لومړنۍ رسمي اعلامیه خپره کړه

د ترکیې  لوی درستیزوالۍ  د کودتا د ناکامیدو نه وروسته  د لومړي ځل لپاره رسمي اعلامیه خپره کړه.

د لوی درستیزوالۍ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې  ویل شوي دي چې د خپل دولت او ملت په امر او خدمت  کې یو.

په اعلامیه کې  ویل شوي دي چې  په هیواد کې د خاینینو لخوا ترسره شوی  د کودتا اقدام  ناکام  شوی  او  شنډ شوی دی.

ددې خاینینو  د کودتا  په مخنیوي کې تر ټولو  ستر  رول  د ترکېې  پیاوړي  او ستر ملت  لوبولی دی.

په اعلامیه کې  راغلي دي چې  د ترکیې د وسله والو ځواکونو په منځ کې  ځای په ځای شوو  د ترهګریز سازمان غړیو ترهګرو او  خاینینو  د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵ مه نیټه  د کودتا په اقدام  لاس پورې کړ  چې  سمدلاسه د وسله والو ځواکونو د لوېې برخې  د کلک مخالفت  او میړانه  پولیسو  په  د کلکې ارادې  سره  ناکام شو  او خاینین مخکې ددینه چې خپلې شومې موخې ته ورسیږي  ونیول شول.

د کودتا د اقدام  د پیلیدو او پدې اړه د خبر د ترلاسه کولو نه سمدلاسه وروسته  زمونږ  قدر شناس  ملت  د خپلو  بچو حقیقي وسله والو ځواکونو  نه د دفاع  او  د هیواد دیموکراتیک حقوقو سیستم ته  د حفاظت په خاطر  د کودتا د مخنیوي په خاطر  میدانونو ته په وتلو سره  دې خاینینو ته  تر ټولو  ښه ځواب  او درس  ورکړی دی .

د ترسره شوي  دې لوی خیانت  د مخنيوي په برخه کې  تر ټولو رغنده  او ستر رول  ملت  لوبولی دی.

د غیرې قانوني  ساختار منسوبین  کودتاچیان  ټول نیول شوي او حقوقو په چوکاټ کې  په دشدیدترین ډول سره  د خپلو اعمالو په سزا  ورسول شي.



اړوند خبرونه