جان کیري د ترکیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره لیدنه کوي
ترکیه د امریکا نه د کودتا د معمار فتح الله ګولن غوښتنه کوي
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ترکېې ته د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د مشر فتح الله ګولن د ادعا په اړه وویل چې په راتلونکې اوونۍ کې به د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو او د دفاع وزیر فکري اشق سره په امریکا متحده ایالتونو کې لیدنه وکړي.
پدې لیدنه کې به په نوموړې مسلې هر اړخیز غور وکړي.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې د نوموړي هیواد سي ان ان تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.
هغه ترکیې ته د فتح الله ګولن د اعادې د مسلې په اړه وویل ، د ترکیې نه په رسمي توګه د اعادې اړوند د اسنادو او بعضو شواهدو غوښتنه شوې ده چې د ترلاسه کیدو په صورت کې به پرې په هر اړخیزه توګه غور وشي.
هغه په ترکیه کې د ناکامې کودتا په اړه هم ارزونې وکړې.
هغه وویل چې د فتح الله ګولن د اعادې په اړه يي په رسمي توګه غوښتنه نده ترلاسه کړې. هغه زیاته کړه چې ترکي مقامات به هر څه ژر پدې دوسیه برابره او امریکا عدلي مقاماتو ته به يي وسپاري.
پدې دوسیې به د غور نه وروسته پریکړه وشي.
د یادولو وړ ده چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان مشر فتح الله ګولن د امریکا متحده ایالتونو د پنسلوانیا په ایالت کې میشت دی. هغه په ترکیه کې د ترسره شوې ناکامې کودتا اصلي فاعل دی.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله