د روسیې ولسمشر پوتین ولسمشر اردوغان ته د ټیلیفون په کرښه تسلیت وړاندې کړ

د روسیې ولسمشر پوتین د ولسمشر اردوغان خان سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

531130
د روسیې ولسمشر پوتین ولسمشر اردوغان ته د ټیلیفون په کرښه تسلیت وړاندې کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

د روسیې ولسمشر پوتین ولسمشر اردوغان ته د ټیلیفون په کرښه په ناکامه کودتا کې د وژل شوو کسانو په خاطر  تسلیت او ډاډګیرنه  وړاندې کړ.

هغه وویل ددې په هیله چې په ترکیه کې نظم او استقرار هر څه ژر ټینګ  شي.

روسیې مشر وویل چې  ددې په هیله چې ترکیه  یو ځل بیا  کودتاګانو او د اساسي قانون سره په ټکر کې د اقداماتو شاهدي ونکړي.

هغه وویل چې هیواد يي تل په ترکیه کې د خلکو لخوا د ټاکل شوي حکومت نه ملاتړي کوي او د ترکیې د خلکو ترڅنګ  دی. روس مشر  وویل چې پدې کودتا کې د وژل شوو کسانو کورنیو او ترکیې خلکو ته تسلیت  وړاندې کوي  .

د ترکیې او روسیې مشرانو د راتلونکې میاشتې په لومړنۍ اوونۍ کې په مخامخ توګه  د لیدنې پریکړه وکړه.



اړوند خبرونه