ولسمشر اردوغان د اوباما نه غوښتنه وکړه

اردوغان د اوباما نه د فتح الله ګولن ترهګرې ډلې د مشر ترکیې ته د سپارولو غوښتنه وکړه

530840
ولسمشر اردوغان د اوباما نه غوښتنه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب  طیب اردوغان  د امریکا متحده ایالتونو د  ولسمشر باراک اوباما  نه  د امریکا  د پنسلوانیا په ایالت کې میشت د فتح الله ګولن د ترهګري سازمان مشر فتح الله ګولن ترکیې ته د سپارولو غوښتنه وکړه.

ولسمشر اردوغان په استانبول کې  د کور به مخکې  راټولو شوو په زرګونو تنو هیوادوالو ته  وینا وکړه.

هغه  په امریکا غږ وکړ ، که چیرې  زمونږ  ستراتیژیک  متفق یاست  زمونږ  دا غوښتنه به  پرځای کړۍ.

ولسمشر اردوغان د  کودتاچیانو نه  د ترکیې په وسله والو ځواکونو کې د سرطاني  دانې په توګه یادونه وکړه  او د دوی  د نیولو په برخه کې  نه سترې کیدونکې  هلې ځلې کوونکي  د هیواد د قضايي ارګانونو نه مننه وکړه.

ولسمشر اردوغان په ترکیه کې دا ناکامه کودتا  د ترکیې د پرمختګ  د نه زغموونکو  او نه لیدونکو  کار وباله. هغه وویل چې  دا کودتاچیان د پردو د لاس  الې وې  د نورو امرونه يي پر ځای کول.

ولسمشر اردوغان وویل چې دا کودتا په اصل کې  د خلکو لخوا  میدانونو ته د په وتلو سره  ناکامه شوه. دا کودتا  د ترکیې میړانه ملت  ناکامه کړه.

ولسمشر اردوغان  په هیوادوالو غږ وکړ چې  د ترکیې دښمنان غواړي چې  د هیواد په دننه کې  ملت او پوځ  ترمنځه  درز او بې اعتمادي  پیدا کړي. پام کوئ چې ددوی  پدې لوبو  فریب ونخورئ. انشاالله چې روښانه راتلوونکی زمونږ د ټولو په انتظار کې دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې دا هیواد به  څلور پنځو  ترهګرو ته  پرینږدو.



اړوند خبرونه