په ترکیه کې د کودتا له امله د مړو شمیره لوړه شوه
په ترکیه کې د تیرې شپې د ناکامې کودتا له امله د مرګ ژوبلې او نیول شوو کودتاچیانو شمیره لوړه شوه
د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم په هیواد کې د ترسره شوې ناکامې کودتا په پایله کې د رامنځته شوې مرګ ژوبلې وروستۍ شمیره اعلان کړه.
لومړي وزیر ییلدرم وویل په خواشینۍ سره چې د شهیدانو شمیره ۱۶۱ تنو ته او د ټپیانو شمیره ۱۴۴۰ تنو ته لوړه شوه.
هغه زیاته کړه چې تر اوسه پورې ۲۸۳۹ تنه کودتاچیان نیول شوي دي.
د هیواد لومړي وزیر د ستر درستیز ستر جنرال خلوصي اکار چې د تیرې شپې راهیسې د کودتاچیانو لخوا یرغمل نیول شوی وو او نن د سهار په ساعتونو کې د ځانګړو عملیاتو په لړ کې وژغورل شو او ځینو وزیرانو سره په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
لومړي وزیر وویل چې د هیواد د وسله والو ځواکونو په منځ کې ځای په ځای شوو د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان غړیو پرون شپه په هیواد کې د دیموکراسۍ او منتخب حکومت او دولت پر خلاف په کودتا لاس پورې کړ چې په ډیره کم فرصت کې د ملت لخوا ددوی دا ناولې لوبه او خیانت مخنیوی وشو. هغه وویل چې نن سهار په هیواد کې د ژوند چارې نورمال حالت ته راګرځیدلي دي او ټول هیواد د حکومت تر کنټرول لاندې دي.
لومړي وزیر زیاته کړه چې د جولای ۱۵ مه ددینه وروسته په ترکیه کې د دیموکراسۍ جشن دی. هغه وویل چې پدې پیښو کې شهید شوو ټولو امنیتي او ملکي وګړو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت ، کورنیو او ترک ملت ته د جمیل صبر غوښتنه کوم. هغه وویل چې ترک ملت پدې پیښه کې د شهیدو شوو امنیتي او ملکی وګړو د احساسانونو مدیون دی او دوی به هیڅ وخت هیر نکړي.
هغه وویل چې دې پیښې د دیموکراسۍ په برخه کې د ترکیې قوي تجربې یو ځل بیا نړۍ ته په ډاګه کړې. هغه وویل چې ترک ملت به هیڅکله هم هغه کسان چې په لاس کې د بیرغ سره د ټانکونو مخې ته ځانونه اچولي او پدې پیښه کې په شهادت رسیدلي هیر نکړي.
لومړي وزیر ییلدرم د هیواد د سیاسي ګوندونو او دوستو هیوادونو د ملاتړ له امله د هغوې نه مننه وکړه.
لومړي وزیر وویل چې کودتاچیان ټول عدالت ته سپارل شوي دي او اوس به د عدالت پر وړاندې حساب ورکوي. هغوې ته به لازمه جزا ورکړل شي.
لومړي وزیر زیاته کړه چې د دولت د توپ ، ټانک او وسلو سره په خپلو هیوادوالو برید کوونکي د پې کاکا ترهګرې ډلې د غړیو نه هم پست انسانان دي.
دا کودتاچیان په یوه خبره باید ځان ښه پوه کړي چې هیڅوک ددې لوی ملت د ارادې سره لوبې کولی نشي.
دا ملت د دیموکراسۍ سره د میني او ازادۍ د امیدونو په برخه کې په نړۍ کې ساری نلري.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.