د ترکيې پارلمان فوق العاده غونډه وکړه

د ترکیې په پارلمان کې ټولو سیاسي ګوندونو د کودتا دا ناکام اقدام په کلکو ټکو وغنده

530742
د ترکيې پارلمان فوق العاده غونډه وکړه

په ترکیه کې د کودتا د ناکامیدو نه وروسته  پارلمان  فوق العاده  غونډه وکړه.

د پارلمان ریس  اسماعیل قهرمان په مشرۍ  فوق العاده غونډه  د پیښې  شهیدانو ته د درناوي  او ملي سرود په غږولو سره  پیل شوه.

وروسته  د ترکیې د پارلمان ریس  اسماعیل قهرمان  پارلمان فوق العاده  غونډې ته  وینا وکړه. هغه وویل چې  د پرون شپې راهیسې  ترکیې   مو  د ډیرو دردناکو، عبرناکو او غمونه  د ډکو ساعتونو شاهدي وکړه. اوس  دادی  د یو ملت او یو وجود  په توګه  دلته  راټول شوي  یو.

د پارلمان د ریس  وینا  نه  د وکیلانو لخوا د څو دقیقو لپاره  د لاسونو په تقولو سره  هر کلی وشو.

هغه  په همدې شان د ملت د یووالي او اتحاد  د دوام  هیله څرګنده کړه او وویل  هغه  کسان  چې مونږ  يي  د غم په ټغر کینولي  یو  او باید لازمه  سزا  وویني.

هغه زیاته کړه چې  دا  اقدام  هم  یو ډول ترهګري  ده. له نیکه مرغه چې  د کودتا دا تشبص  ناکامه شو. دولت به  ددې پیښې مسولین  او داخلي او خاري  ریښې  ټولو ته په ډاګه کړي. دا  د دولت دنده ده . دا ټول به د حقوقو په چوکاټ کې  ترسره شي.

د ویلو ده چې  د پارلمان فوق العاده غونډې  د څلورو سیاسي ګوندونو د مشرانو په وینا سره  دوام وکړ.

لومړی  د عدالت او پراختیا واکمن ګوند مشر او لومړي وزیر احمد داوود اوغلو پارلمان ته وینا وکړه.

د ترکیې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند مشر او لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  وینا  د ترکیې د ملت نه  چې خپل هیواد  او دیموکراسۍ نه يي په ډیره ښه توګه دفاع وکړه  په مننې سره پیل کړه.

لومړي وزیر وویل چې  د ترکیې پارلمان  تیره شپه  تر ټولو اوږده، تر ټولو سخته  او د مشکلاتو نه د ډکې یوې شپې شاهدي وکړه. هغه وویل چې  په ترکیه کې  هغه کسانو چې  د کودتا اقدام کړی وو  په اصل کې عسکر ندي  د عسکرو په جامه کې  ترهګر ، جاني او قاتلین  دي.

هغه زیاته کړه چې  ددې  ترهګرو او قاتلین په سترګو د وینو پردې  راښکته شوې وې او په جنایتونو يي لاس پورې کړی وو خو پدې پوه نه ول چې هر هغه څوک چې  د ملت  کور ته  د دښمنۍ  لاس  اوږد کړي  هغه  لاس  سوځي. دادې  وګورۍ  د کودتا د اقدام نه  ۲۴ ساعته  لا ندي  تیر شوي  چې  دا ټول لاسونه  وسوځیدل.

لومړي وزیر وویل پدې ټول  ډیر ښه پوه شي  چې هیڅ هغه څوک چې پدې کودتا کې لاس ولري  پرته  د سزا  پاتې نشي  او ددېنه وروسته به هم  پاتې نشي. هغه وویل چې  داسې  سزا به وویني چې ددینه وروسته هیڅوک د ملت په ارادې د لوبو کولو جسارت ونکړي.

د هیواد د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم نه وروسته د جمهوریت خلق ګوند مشر کمال کلچدار اوغلو فوق العاده  غونډې ته وینا وکړه.

هغه وویل چې  نن ورځ  د ترکیې  ملت  د کودتاچیانو په مقابل کې  د دریدو  د حق نه کار اخیستی دی. نن ورځ  ملت خپله پریکړه پخپله کړې ده . هغه په ترکیې او دیموکراسۍ  ترسره شوی  دا خونړی برید  په کلکو ټکو غندم ، لعنت  پرې وایم . هغه وویل چې  دا پارلمان به  تر وروستۍ  شیبې  د ډیموکراسۍ نه دفاع وکړي.

د هیواد د ملیت پالو غورځنګ  ګوند  مشر دولت باغچلي د کودتاچیانو لخوا د پارلمان په ۹۶ کلنې ودانۍ  د برید نه  د ستر  خیانت په توګه یادونه وکړه.

هغه وویل چې  دې بې شرفانو  غوښتل چې د کودتا  سره  هیواد  د ناڅرګندۍ  پر لورې  بوځي. د کودتا  تشبص  د ترهګرۍ په څیر  یو پست  او ضد بشري  عمل دی.

دولت باغچلي وویل چې په ترکیه کې ډیموکراسي  د ستر ګواښ او خطر نه وژغورل شوه.

هغه زیاته کړه چې  دې برخې  د هیواد دښمنانو چې غوښتل  ملي اراده  د خپو لاندې کړي او  هیواد یو ځل بیا په تورې تاریخي  لکې  محکوم کړي  د ملت لخوا  ورته غاښ ماتونکی ځواب وویل شو.

هغه وویل چې په ترکیه کې یو بیرغ، یو دولت، یو وطن  او یوه ژبه  د ټولو  ګډه شتمني ده. هغه زیاته کړه په هغه کسانو چې په خپلو هیوادوالو ډزې کړي  او په شهادت يي رسولي  په کلکه توګه غندم  او لعنت پرې وایم.

هغه وویل چې ددې دیموکراسي  ددې ملت د روښانه راتلونکې یواځنی ضمانت  دی.

د دولت باغچلي نه وروسته د خلکو ډیموکراتیک  ګوند په استازیتوب  ادریس بالوکن وینا وکړه.

هغه وویل چې  د کودتا  یواځې  چاره  او غاښ ماتونکی  ځواب  سوله او ډیموکراسي  ده.

هغه زیاته کړه چې پرته  د کوم قید او شرط نه  د کودتا دا تشبص غندو او لعنت پرې وایو. ټول سیاسي  ګوندونه باید  په هیواد کې د سولې او استقرار د ټینګښت په خاطر  خپل مسولیتونه  ادا کړي.



اړوند خبرونه