د ترکیې د سمندري ځواکونو قومندان چې د کودتاچیانو لخوا یرغمل نیول شوی وو وژغورل شو.
د ترکیې د سمندري ځواکونو عمومي قومندان چې تیره شپه د کودتاچیانو لخوا یرغمل نیول شوی وو خوشې شوی دی
![د ترکیې د سمندري ځواکونو قومندان چې د کودتاچیانو لخوا یرغمل نیول شوی وو وژغورل شو.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/87ae/f5bc/4365/578a2c36910e4.jpg?time=1718970333)
د ترکیې د سمندري ځواکونو قومندان چې د کودتاچیانو لخوا یرغمل نیول شوی وو وژغورل شو.
د ترکیې د سمندري ځواکونو قومندان ستر جنرال وایسل کوسیلي چې د کودتاچیانو لخوا د جنګي بیړۍ سره یو ځای یرغمل نیول شوي وو وژغورل شول. د سمندري ځواکونو قومندان د جنګي بیړۍ سره یو ځای عسکري هډې ته راوستل شول.
کودچیانو تیره شپه د کودتا د پیلولو نه د مخه د ترکیې سمندري ځواکونو عمومي قومندان د کوجه ایلي ولایت د ګولجوک په ولسوالۍ کې په زور سره جنګې بیړۍ کې سپور او یرغمل يي ونیو.
جنګي بیړۍ د ازمیت ولایت د خلیج پر لورې روانه شوه. په ترکیه کې د کودتا د پیلیدو نه وروسته په زرګونو تنه هیوادوال د کوجه ایلي ولایت د ګولجوک په ولسوالۍ کې د سمندري ځواکونو قومندانۍ په مخکې راټول شول. کودتاچي سرتیرو د هوایي ډزو په کولو سره د خلکو نه خپلو کورونو ته د ستنیدو غوښتنه وکړه.
د سیمې خلکو یو زیات شمیر لویې لارۍ او بیلدوزونه د سمندري ځواکونو د قومندانۍ نظام قرول مخې ته راوستل او د قومندانۍ نه يي د عسکرو د وتو مخه ونیوله.
ددې پرمختګ نه وروسته پولیس قومندانۍ ته لاړل او د عسکرو نه يي د تسلیمیدو غوښتنه وکړه. پولیسو پدې قومندانۍ کې یو زیات شمیر عسکر او افسران ونیول.
د بله پلوه د کوجه ایلي ولایت لوی څارنوالۍ د یاد شوې ولایت د سمندري ځواکونو د قومندانۍ د حرکاتو د ادارې جنرال تیزجان قزل ایلمه، جنرال سینان عظمي توسون، تورن جنرال خیرالدین عمرال، د استخباراتو ډګروال محرم اسلان د کودتا د تشبص له امله د نیولو امر وکړ.
د بله پلوه په ترکیه کې د کودتا د ناکامیدو نه وروسته کودتاچیانو د سمندري ځواکونو عمومي قومندان او جنګي بیړۍ خوشې کړه او هډې ته بیرته راستنه شوه.
د یاد شوي ولایت پولیسو د کودتاچي عسکرو په نیولو پیل کړی دی .
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718970333)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718970333)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله