د ترکیې د پوځ دویم قومندان ستر جنرال آدم حدوتي ونیول شو

په ترکیه کې د کودتا د ناکامیدو نه وروسته د پوځ د دویم قومندان ستر جنرال آدم حدوتي په ګډون یو زیات شمیر جنرالان ونیول شول

530763
د ترکیې د پوځ دویم  قومندان ستر جنرال آدم حدوتي ونیول شو

په ترکیه کې  د کودتا د ناکامیدو نه وروسته  د کودتاچیانو  پر خلاف د روانو عملیاتو په لړ کې   د ترکیې  د پوځ  دویم  مشر  ستر جنرال ادم  حدوتي ، د دویمې اردو ریس ارکان او مالاتیا ولایت د ګارنیزون قومندان  تورنجنرال  اوني انګون  ونیول شول.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  پرون د ماسخوتن په ساعتونو کې په ترکیه کې  پیل شوې  د کودتا د تشبص  او ناکامیدو نه وروسته  د پیل شوو څیړونو او روانو عملیاتو په لړ کې  د ترکیې د اردو دویم  مشر  ستر جنرال ادم  حدوتي  او د دویمې اردو ریس ارکان او د مالاتیا ولایت د ګارنیزون  قومندان  تورن جنرال  اوني انګون  سربیره دوه نور تورنجنرالان  په ګډون  لس تنه  عسکر ونیول شول.

همداشان  د کودتاچي عسکرو نه  ډګروال  فاتح کلچ  مړی د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغی.

همداشان  د هیواد د جیټ الوتکو د نهمې عمومي هډې  قومندان  تورن جنرال  اسحاق دايي اوغلو هم  نیول شوی دی .

ستر جنرال ادم حدوتي  څوک  دی؟

ستر جنرال ادم حدوتي  په اصل کې په کوسووا کې زیږیدلی . نوموړی په ۱۹۵۲ کال کې  د خپلې کورنۍ سره  یو ځای ترکیې ته راکډه شوی دی.

هغه په ۱۹۷۳ کال کې  د حربي پوهنتون نه  فارغ شو. د حربي پوهنتون نه د فارغیدو نه وروسته يي  د یونان په سرحد کې  د دریم میکانیزه  پیاده فرقې، د روسېې په پولو کې په ۷مې میکاییزه غنډ  او د ایرزورم  ولایت په نهمې قول اردو کې  دندې  ترسره کړې.

وروسته  د اوږدو کلونو لپاره  د ایټالیا په سویل کې د ناټو  په چوکاټ کې د اروپايي هیوادونو د پلو ځواکونو په قرارګاه کې  دنده  ترسره کړه.

نوموړي  په ۱۹۹۹ کال کې برید جنرالۍ ، په ۲۰۰۴ کال کې تورنجنرالۍ  ، په ۲۰۰۹ کال کې  ډګر جنرالۍ  او په ۲۰۱۴ کال کې ستر جنرالۍ ته ترفیح  ورکړه.

هغه  په افغانستان د امریکا د برید نه وروسته  په ۲۰۰۲ کال کې د ناټو د ځواکونو په چوکاټ کې  کابل ته  لاړ  او په افغانستان کې  د ترکیې د ځواکونو مشري په غاړه واخیسته.

وروسته چې کله  هغې ډګر جنرالۍ ته  ترفیح وکړه  د دوو کلونو لپاره پّ شمالي قبرس ترکي جمهوریت کې په دنده وګمارل شو.

همداشان وروسته  هغه  د ترکیې  د پوځ  د دویم  قومندان په توګه وټاکل شو. نوموړی  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د غړیتوب  او کودتا د تشبص له امله  ونیول شول.

 

 

 


پيوندونه: #ترکیه , #کودتا , #پوځ

اړوند خبرونه