د پې کاکا ترهګرې ډلې یو بل مشر هم ووژل شو

د پې کاکا ترهګرې ډلې ته پرله پسې ګوزارونه ورکړل شول

529087
د پې کاکا ترهګرې ډلې یو بل مشر هم  ووژل شو

د پې کاکا ترهګرې ډلې ته  د یوې اوونۍ په دننه کې دویم  ستر ګوزار ورکړ شو.

د روان میلادي کال  د مې د میاشتې په ۲۸ مه نيټه  د عراق په شمال کې د متینا  په سیمه کې  د ترکیې په هوايي برید کې  سخت ټپي شوی  د پې کاکا ترهګرې ډلې د مشرانو سره  فتحي شارلاتان  مشهور په صبري باش قلعه  ژوند د لاسه ورکړ.

د هیواد د عسکري سرچینو د خبر له مخې  د پې کاکا ترهګرې ډلې  د عراق د شمال د برخو مسول  صبري باش قلعه  د عراق په شمال کې د متینا په سیمه کې  په هوايي برید کې  سخت ټپي شو.

د ویلو ده چې  نوموړي د ترکیې په سور لست کې  په سر کې ځای درلود  او په سر يي ۴ میلیونه ترکي لیرې جایزه ایښودل شوې وه. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی وو هر هغه چاته  چې  د صبري باش قلعه په اړه دوی ته معلومات ورکړي او یا يي د نیولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي  ۴ میلیونه ترکي لیرې  چې یو نیم میلیون ډالره کیږي  جایزه ورکړي.

د عسکري سرچینو په خبر کې راغلي دي چې  صبري باش قلعه د سخت ټپي کیدو نه وروسته  په سیمه کې په یو روغتون کې د درملنې لاندې ونیول شو. نوموړی  د امنیتي ځواکونو  د تعقیب لاندې وو. ترهګرو  د نوموړي د امنیت په خاطر څو ځلې  د هغه روغتون بدل کړل  او نورو سیمو ته يي انتقال کړ. هغه  زیاته موده کیږي چې بل روغتون ته  انتقال شوی ندی  چې دا پخپله د هغه  د مړینې اټکل  قوي کوي.

صبري باش قلعه  د تیرو دریو کلونو راهیسې  په ځانګړې توګه  د ترکیې په سویل او سویل ختیځو ولایتونو کې  د ترهګریزو فعالیتونو او بریدونو مشري  په غاړه درلوده. سیمې ته د وسلو د انتقال  مسولیت هم  د هغه په غاړه وو.

د تیر کال  د جولای د میاشتې راهیسې  د پې کاکا ترهګرې ډلې پر خلاف پیل شوو قوي عملیاتو  د یادې شوې ډلې  په منځ کې  ویره  حاکمه کړې ده . د یادې شوې دلې  ډیری مشران  د ترکیې نه  تښتیدلي او د عراق په شمال کې  په غرونو کې میشت شوي دي.

د پې کاکا ترهګرې ډلې  پدې وروستیو میاشتو کې  ډیر زیات مشران  د لاسه ورکړ.

د روانې اوونۍ په ترڅ کې دا دویم  د پې کاکا مشر دی چې وژل کیږي.

تیره اوونۍ  د پې کاکا  نامشور فهمان حسین  د سوري مخالفې ډلې تل حمیس په یو برید کې  ووژل شو.



اړوند خبرونه