د پې کاکا ترهګرې  ډلې  د مشرانو نه  فهمان حسین  ووژل شو.

د پې کاکا ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار ورکړ شو

526286
د پې کاکا ترهګرې  ډلې  د مشرانو نه  فهمان حسین  ووژل شو.

د پې کاکا ترهګرې  ډلې  د مشرانو نه  فهمان حسین  ووژل شو.

د پې کاکا ترهګرې ډلې  ته  ستر ګوزار ورکړ شو. په سوریه کې  مخالفې ډلې تل حمیس   د پې کاکا ترهګرې ډلې د مشرانو نه  د فهمان حسین مشهور په باحوز ایردال   د وژلو نه خبر ورکړ. د یادې شوې  ډلې  ویاند  د اناتولیا خبري‌ اژانس ته وویل چې  د پې کاکا ترهګرې  ډلې  د مشرانو نه  فهمان  حسین يي‌ په بمي‌ برید کې  وواژه. 

هغه وویل چې  فهمان حسین د حیمو  ولسوالۍ نه  د قمشلي‌ پر لورې  روان  وو چې موټر يي په بم  والوزول شو. 

ویاند  ویلي‌ دي‌ چې پدې برید کې  د فهمان  حسین سربیره  د پې کاکا ترهګرې ډلې  ۸ تنه نور  غړي‌ هم  وژل شوي  دي.

ویاند وویل چې  نوموړی  پرون  د جمعې ورځ  د ماښام  د ۸ بجو او ۳۰ دقیقو په شاوخوا کې  ووژل شو.

هغه وویل چې  دا عملیات  د یوې  اوږدې  مودې  تعقیب  نه وروسته  ترسره شول. هغه وویل چې  د نوموړي‌ وژل  د ترکیې  او سوریې  د خلکو لپاره لوی  زیری  دی. 

د تل حمیس  د ډلې  ویاند وویل چې  د پې کاکا ترهګرې ډلې چې  د سوریې  په خاورې  یرغل کړی دی  د بشار اسد تر ټولو  ستر ملاتړ کوونکي‌ دي. هغه وویل چې  د پې کاکا ترهګرې  ډلې د مشرانو نه  د فهمان  حسین  وژنه  د سوریې   مظلوم ملت  شهیدانو، غازیانو او شریف  ملت ته مبارکي‌ وایم. 

د یادولو وړ ده چې  فهمان حسین  په ترکیه کې  د داغلي‌جه او اق توتون په ګډون  د ډیرو لویو لویو بریدونو  امر  ورکړی وو  او په یو زیات شمیر خونړیو بریدونو تورن  وو.

نوموړی  د ترکیې  لخوا لټول کیده  او د ترهګرو  د لست   په سر کې  ځای درلود. د ترکیې  د کورنیو چارو  وزارت  د نوموړي‌ پر سر  ۴ میلیونه ترکي‌ لیرې  جایزه ایښې  وه. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت  ویلي‌ هر هغه څوک  که د نوموړي‌ د اوسیدو  د ځای  او یا په نیولو کې  مرسته وکړي‌ ۴ میلیونه ترکي‌ لیرې جایزه به ورکړي.



اړوند خبرونه