د ترهګرۍ پر وړاندې د تركيې- ايران همكاري

د ايران ولسمشر حسن روحاني د خپل تركي سيال سره د ټيلفون پر كرښه د خبرو په ترڅ كې د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډې مبارزې باندې ټينګار وكړ.

525243
د ترهګرۍ پر وړاندې د تركيې- ايران همكاري

 

 د ايران ولسمشر حسن روحاني د خپل تركي سيال سره د ټيلفون پر كرښه د خبرو په ترڅ كې د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډې مبارزې باندې ټينګار وكړ.

دواړو ولسمشرانو د ګاونډيو هېوادونو ترمېنځ د تاريخي او كلتوري اړيكو راتلونكې ته په اشارې سره په هره برخه كې په متقابلې همكارۍ باندې ټينګار وكړ.

په انقره كې د ايران د سفارت لخوا په خپره شوې خبر پاڼه كې راغلي دي چې روحاني د كوچني اختر د را رسېدلو له امله  د تركيې خلكو د مباركۍ د ويلو تر څنګ په بېلابېلو برخو په متقابلې همكارۍ باندې ټينګار وكړ. په ځانګړي توګه د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په برخه كې دواړو مشرانو سلا مشورې وكړې.

د روحاني په وينا د دواړو هېوادونو د همكارۍ په صورت كې به په سيمه كې د ترهګرۍ ريښې وچې شي. ددې نړيوالې پديدې پر وړاندې د مبارزې په موخه ګډې ارادې ته اړتيا ليدل كيږي.



اړوند خبرونه