د ناټو د سرمشريزې امنيت د تركيې پر غاړه

د ناټو  د سرمشريزې امنيتي چارې چې سبا ته د پولنډ د هېواد په پلازمېنه وارسا كې جوړيږي د تركيې، انګلستان او فرانسې د هېوادونو پر غاړه دي.

525236
د ناټو د سرمشريزې امنيت د تركيې پر غاړه

 

د ناټو  د سرمشريزې امنيتي چارې چې سبا ته د پولنډ د هېواد په پلازمېنه وارسا كې جوړيږي د تركيې، انګلستان او فرانسې د هېوادونو پر غاړه دي.

د سرمشريزې پر مهال د ښار د هوايي امنيت د ټينګولو په موخه به د `` هوايي كنترول او استخباراتو`` الوتكه فعاليت وكړي.

دا الوتكه چې د لومړي ځل لپاره له هېواده بهر مهمه دنده اجرا كوي د رادارونو د كنترول او د باليستيكي توغنديو د احتمالي بريد پر مهال له وړاندې مركز ته خبر وركوي.

په وارسا كې د ناټو د غړو هېوادونو د ولسمشرانو او لومړيو وزيرانو په ګډون سرمشريزه كې به د افغانستان د راتلونكې په اړه بحث وشي.

پدې سرمشريزه كې به د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون وكړي. د تركيې په استازيتوب به پكې ولسمشر اردوغان ګډون وكړي.

په وارسا كې چې د نړۍ د مهمو هېوادونو مشران به هلته وي سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي. د ښار هوايي امنيت بيا تركيه، فرانسه او انګلستان په ګډه نيسي. د هوايي  كنترول او استخباراتي الوتكه به د ۲۰ ساعتونو لپاره په هوا كې پاتې شي.



اړوند خبرونه