د استانبول د پیښې د قربانیانو شمیره نور هم لوړه شوه

د استانبول د اتاترک د هوايي ډګر د پیښې د قربانیانو شمیره ۴۲ تنو ته لوړه شوه

521089
د استانبول د پیښې د قربانیانو شمیره نور هم لوړه شوه

د تیرې سې شنبې  د ماسخوتن  په ساعتونو کې  د استانبول د اتاترک هوايي ډګر د بهرنیو الوتنو په ترمینل کې د رامنځته شوو ځانمرګیو بریدونو له امله  د مړو شمیره نوره هم  لوړه شوه.

د استانبول  د والي دفتر  تیره ورځ  ددې پیښې د قربانیانو وروستۍ  شمیره ۴۱ تنه  اعلان کړې وه  چې  له بده مرغه  دا شمیره ۴۲ تنو ته لوړه شوه.

د پیښې د ټپیانو نه  یوې ۲۲ کلنې میرمنې  په روغتون کې ساه ورکړه.

همداشان د استانبول  د پیښې د ۴۲ تنو قربانیانو نه  د ۳۸ تنو د هویت  تثبیت  چارې پایته رسیدلي  او د ۱۹ تنو جنازې  کورنیو ته سپارل شوي دي.

د ترکیې د روغتیا  د وزارت د شمیرو له مخې  د استانبول  د اتاترک په هوايي ډګر کې په رامنځته شوو ځانمرګیو بریدونو کې  ټول ۲۳۹ تنه  ټپیان شوي وو چې  د نوموړو له جمع نه  ۱۰۹ تنه  تداوۍ  نه وروسته  رخصت شوي  او ۱۳۰ تنه  د درملنې لاندې قرار لري. د نوموړو ۱۳۰ تنو نه  یوې میرمنې  ژوند د لاسه ورکړ او ۱۲۹ تنه اوس هم  په روغتونونو کې  د درملنې لاندې دي.



اړوند خبرونه