ولسمشر اردوغان نړۍواله ټولنه د ترهګرۍ پر وړاندې ګډې مبارزې ته راوبلله

اردوغان : ترهګر لکه څرنګه چې په استانبول برید کولی شي په لندن يي هم کولی شي

520320
ولسمشر اردوغان  نړۍواله ټولنه د ترهګرۍ پر وړاندې ګډې مبارزې ته راوبلله

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په استانبول کې  خونړیو ځانمرګیو بریدونو نه وروسته یو ځل بیا په نړۍوالې ټولنې د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډې مبارزې غږ وکړ.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ترهګرو لپاره  د استانبول او لندن، د انقرې او برلین  ترمنځه کوم توپیر شتون نلري. د نړۍ ټول هیوادونه باید ترهګرو پر خلاف ګډه مبارزه وکړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترهګرو یو ځل بیا  په معصومو او بې ګناه ملکي وګړو د خونړیو بریدونو سره  خپله اصلي او چټله څیره ټولو ته  وښوده.

ولسمشر اردوغان وویل چې  ترهګرې ډلې  د نوموړو بریدونو نه  د کومې پایلې د لاسته راوړو هدف نلري  ، ددوی یواځنی هدف  د معصومو او بې ګناه انسانانو  په وینو په نړۍ کې د ترکیې پر خلاف  د پروپاګند لپاره  زمینه  برابرول دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د روژې پدې مبارکه میاشت کې  د نوموړي برید ترسره کیدل  ددې ښکارندويي کوي چې ترهګر دین او مذهب په ګډون  هیڅډول ارزښتونو ته  احترام  قایل ندي  او پرته د توپیره  له یو پلوه  انسانان په قتل رسوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په ترڅ کې د ورکړو ټولو  بدلونو  سره سره تر پایه  ددې مبارزې  د دوام لپاره  د کلکې ارادې ، پوره طاقت  او هر ډول امکاناتو نه برښمند دی.

ولسمشر زیاته  کړه چې  ترهګرو  نن  په استانبول کې ترسره کړي بریدونه د نړۍ په هر ګوټ کې  او د هر هیواد په هوايي ډګر کې ترسره کولې شي. هغه  په نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې د ترهګرو لپاره د استانبول  او لندن، د انقرې او برلین ، ازمیر او شیکاګو او انتالیا او روم  ترمنځه کوم توپیر شتون نلري.

که چیرې  د نړۍ ټول دولتونه او ټول بشریت  په ګډه  ددې ترهګرو پر خلاف مبارزه ونکړو ټول هغه احتمالونه  چې نن ورځ يي  په خوله د نوم اخیستو نه هم  ډاریږو  یو یو  په حقیقت  بدل کړي  .

هغه  وویل ددې په هیله چې  د استانبول  د اتاترک په هوايي ډګر  دا خونړي بریدونه  په سر کې د لویدیځې نړۍ  او ټول بشریت لخوا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره  یو نوی پیل او میلاد  وګرځي.



اړوند خبرونه