د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر روسیې ته سفر کوي

د ترکیې او روسیې ترمنځه نوې دوره پيلیږي.

519483
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر روسیې ته سفر کوي

د ترکیې  او روسیې ترمنځه د اړیکو د خرابیدو نه وروسته د لومړي ځل لپاره د ترکیې نه جګپوړی چارواکی  روسیې ته سفر کوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  د جولای د میاشتې په لومړۍ نیټه د روسیې د سوچي ښار ته سفر کوي.

وزیر چاوش اوغلو  د جولای په لومړۍ نیټه  په روسیه کې جوړیدونکي  د تورې بحیرې  د همکاریو د سازمان په غونډه کې ګډون کوي.

د ویلو ده چې دا سفر  پداسې حال کې ترسره کیږي چې د ترکیې او روسیې ترمنځه په اړیکو کې د نوې پاڼې د پرانیستو په اړه  هلې ځلې دوام لري.

د ترکیې او روسیې  ترمنځه اړیکې  د تیر کال د نوامبر په میاشت کې د ترکیې لخوا  په هوايي حریم د تیري له امله  د روسیې د جنګي الوتکې د ویشتو نه وروسته  خرابې شوې.

دې پیښې د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکې د چا خبره د شلیدو نقطې ته راورسولې. د اړیکو د یو ځل بیا نورمالیدو او په اړیکو کې د نوې پاڼې د پرانیستو په خاطر ځیني ګامونه پورته شوي دي.

ترکیه د تورې بحیرې د همکارۍ سازمان  د بڼسټ ایښودونکو هیوادونو نه یو دی . همداشان ترکیه ،اذربایجان، ارمنستان، ګرجستان، مالدیف، روسیه  ، اوکراین، بلغاریا او رومانیا  ددې  سازمان غړیتوب  لري.

دا سازمان  د یادو شوو هیوادونو ترمنځه د تورې بحیرې په سیمه کې  د اقتصادي همکاریو د کچې د لا لوړولو او تل پاتې سولې او استقرار د ټینګښت  په خاطر جوړ شوی  دی.



اړوند خبرونه