ولسمشر اردوغان د حماس د ډلې مشر خالد مشعل سره ولیدل

ترکیه  د فلسطین د خلکو د ستونزو او مشکلاتو حل  او پدې لاره کې  هر ډول هلو ځلو ته  ځانګړې اهمیت ورکوي

517861
ولسمشر اردوغان د حماس د ډلې مشر خالد مشعل سره ولیدل

د ترکیې  ولسمشر رجب  طیب اردوغان  د حماس  د ډلې د سیاسي دفتر مشر خالد مشعل سره  ولیدل.

د هیواد د ولسمشرۍ ماڼۍ  د معلوماتو له مخې  ولسمشر اردوغان تیره ورځ   د استانبول  د یلدز مابین په مانۍ کې  د خالد مشعل په مشرۍ  د حماس  هیت حضور ته قبول کړ.

ولسمشر اردوغان پداسې حال کې  خالد مشعل سره  لیدنه وکړه چې  پدې وروستیو کې  د ترکیې او اسراییلو ترمنځه د اړیکو د نورمالیدو په برخه کې ځیني پرمختګونه  ترسترګو کیږي.

پدې لیدنه کې په فلسطین کې د خپلمنځیو اختلافاتو  د لمنځه وړو د هلو ځلو  په مسلې سربیره  د فلسطین سره  د ترکیې د بشري مرستو په مسلې خبرې وشوې.

ولسمشر اردوغان  په لیدنه کې  د فلسطین د خلکو سره  د مرستې ژمنه تازه کړه  او وویل چې « ترکیه  د فلسطین د خلکو د ستونزو او مشکلاتو حل  او پدې لاره کې  هر ډول هلو ځلو ته  ځانګړې اهمیت ورکوي. د فلسطین د موجودو ستونزو سپکیدل ترکیې ته خوښي  ورپه برخه کوي . »

د حماس  مشر  د فلسطین د خلکو سره  د ترکیې د مرستې او ملاتړ نه مننه وکړه.  


پيوندونه: #ترکیه , #حماس , #اردوغان

اړوند خبرونه