په ماردین ولایت کې د جاندارما په قومندانۍ برید وشو

د ماردین ولایت د عمري په ولسوالۍ کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې  د جاندارما  په قومندانۍ  د موټر پر مټ  برید  وکړ.

517243
په ماردین ولایت کې د جاندارما په قومندانۍ برید وشو

د ماردین ولایت د عمري په ولسوالۍ کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې  د جاندارما  په قومندانۍ  د موټر پر مټ  برید  وکړ.

په برید کې  یو تن ملکي ګړی  مړ  او د ۱۱ تنو عسکرو او ۵ تنو ملکي وګړو په ګډون ۱۶ تنه نور ټپیان شول.

د پیښې ټپیان سمدلاسه د ماردین او عمري ولسوالۍ روغتونونو ته  انتقال کړې شول.

د هیواد لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  د پیښې په اړه د کورنیو چارو وزیر ایفکان اعلی  او ماردین ولایت والي نه  معلومات واخیستل.

د برید نه وروسته سیمې ته  یو زیات شمیر تقویتي ځواکونه واستول شول.

په سیمه کې د ترهګرو د نیولو په خاطر د پلټنې عملیات پیل شول.

همداشان د هیواد د دیارباقر ولایت د لیجې ولسوالۍ په مربوطاتو او بیروني سیمو کې  د پې کاکا پر خلاف روان عملیات دوام لري.

ددې عملیاتو نه موخه  د ښارونو نه بهر په غرنیزو سیمو او ځنګلونو کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د پټنځایونو او پټو شوو مشرانو له منځه وړل دي.

پدې عملیاتو کې  په سیمه کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې  همکاران هم  تثبیت او نیول کیږي.

د عملیاتو په لړ کې  په غریزه  سیمو او ځنګلونو کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې لخوا د کرل شوي نشه يي توکي  لمنځه وړل کیږي او د چاقاقو  لارې تړل کیږي.


پيوندونه: #ترکیه , #ماردین , #برید

اړوند خبرونه