ترکیه  په منځني ختیځ کې د سولې او استقرار یواځنی ضمانت کوونکی هیواد دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې  ترکیه  په منځني ختیځ کې د سولې او استقرار یواځنی ضمانت کوونکی هیواد دی.

516656
ترکیه  په منځني ختیځ کې د سولې او استقرار یواځنی ضمانت کوونکی هیواد دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې  ترکیه  په منځني ختیځ کې د سولې او استقرار یواځنی ضمانت کوونکی هیواد دی.

د نوې ترکیې د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز  د خپلې مجلې وروستۍ ګڼه  د منځني ختیځ مسلې ته ځانګړې کړې ده .

مجلې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  لخوا ( ترکیه د منځني ختیځ یواځنی واقعي دوست دی) تر سرلیک لاندې  لیکلي مقاله  په وروستۍ ګڼه کې خپره کړې ده .

ولسمشر اردوغان  د منځني ختیځ په اړه په لیکلي مقالې کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  ځیني هیوادونه  له سره  د منځني ختیځ د سیمې  د ډیزاینولو  هڅه کوي. ترکیه یواځنی هیواد دی چې  د سیمې  د ارضي تمامیت او ملي حاکمیت   مسلې نه  دفاع کوي.

ولسمشر اردوغان ویلي دي چې له سره د منځني ختیځ د سیمې د ډیزاینولو نه اصلي موخه لا په اسانه توګه  د سیمې استثمارول  دي. دوي غواړي چې  دا سیمې په پارچو پارچو  تبدیله کړي. ترکیه د منځني ختیځ د ارضي تمامیت او ملي حاکمیت  نه دفاع کوونکی  یواځنی هیواد دی. ترکیه د پرون  په څیر نن هم  په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات یواځنی ضمانت کوونکی هیواد دی.

ولسمشر اردوغان په مقاله کې لیکلي دي چې  په سوریه کې د اسد رژیم  څه کم شپږ کاله کیږي  چې  خپل هیوادوالو قتلوي، په خپلو خلکو بیلري بمونو بریدونه کوي. همداشان  روسیه  د خپلو شخصي ګټو په خاطر  د اسد د رژیم  د عمر د اوږدولو هڅه کوي.

ولسمشر اردوغان لیکلي دي چې له بده مرغه چې  نن ورځ  د سوریې ترکمنان  تر هر وخت زیات  د فشارونو لاندې دي او تر ټولو زیات اغیزمن شوي دي.

ولسمشر اردوغان  زیاته کړې ده چې نړۍواله ټولنه په سوریه کې د اسد د رژیم او روسیې لخوا د ترکمنانو به وژلو سترګې پټوی.

روسیه په سوریه کې د داعش په بهانه  عام وژنې کوي خو  متفقین يي پرې سترګې پټوي.

ولسمشر اردوغان  په مقاله کې ددې خبرې په ټینګار لیکلي دي چې په سوریه کې د وای پي جي او پي وای ډي ترهګرې ډلې به  خپلو اصلي موخو ته ونه رسیږي. دا ډلې  په سوریه کې د لا زیاتو سیمو د قبضه کولو هڅه کوي.

ولسمشر اردوغان د مقالې په وروستۍ برخه کې ویلي دي چې په ترکیه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې  شوم او خایینانه پلانونه شنډ شول . د ترکیې ملت او دولت په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات غوښتونکي دي. پدې سیمه کې  د سولې او ثبات د ټینګښت په خاطر به  د هیڅډول  فداکارۍ نه ډډه ونکړي.



اړوند خبرونه