اردوغان : اروپايي ټولنه ترکیې ته د دین له امله غړیتوب نه ورکوي

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې  اروپايي ټولنه  ترکیې ته د دین له امله  غړیتوب  نه ورکوي. ټولنه  دا چې د ترکیې  خلک  مسلمانان  دي  د غړیتوب ورکولو نه ډډه کوي.

516321
اردوغان : اروپايي ټولنه ترکیې ته د دین  له امله غړیتوب نه ورکوي

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې  اروپايي ټولنه  ترکیې ته د دین له امله  غړیتوب  نه ورکوي. ټولنه  دا چې د ترکیې  خلک  مسلمانان  دي  د غړیتوب ورکولو نه ډډه کوي.

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې تیره ورځ  د فاتح سلطان محمد پوهنتون د فراغت په مراسمو کې وکړې.

ولسمشر اردوغان  پدې مراسمو کې د وینا په ترڅ کې  د اروپايي ټولنې په مشرانو د سختې نیوکې سره وویل چې  « د اروپايي ټولنې مشران په کړو ژمنو ولاړ ندي. » هغه د اروپايې ټولنې په مشرانو غږ وکړ چې  په کړو ژمنو ولاړ ندي. ستاسې اصلي او چټله څیره  داده . هغه وویل « اردوغان  ستاسې  اصلي  او چټله څیره  په ډاګه کوي  ځکه  عصباني کیږۍ. »

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  د اروپا د کمیسیون د ریس  جین کلوډ یونکر  د هغه څرګندونو په ځواب کې وکړې چې ویلي وو « که چیرې  د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د کډوالو د اعادې اړوند  تړون  فسخه شي  ولسمشر اردوغان  باید  ترک ملت ته  ددې خبرې ځواب ووایي چې ولې اروپا ته پرته د ویزې سفر کولې نشي؟ »

ولسمشر اردوغان  د اروپا د کمیسیون په ریس  غږ وکړ چې « ای  ریسه ! تا  تر اوسه پورې  ترک  ملت  پیژندلی  ندی. دا ملت  ستاسې د  ویزې د معافیت  او یا د کډوالو د بیرته اعادې تړون  ته  احتیاج ندی، په اصل کې  تاسې  ترکیې ته  احتیاج  یاست . »

ولسمشر اردوغان  په خپلو څرګندونو کې  د اروپايي ټولنې سره  د غړیتوب د مذاکراتو مسله  ټولپوښتنې ته وړاندې کولو ته  اشاره وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې  دا ښکاره  خبره ده چې  اروپا ترکیې ته د اسلامیت  له امله  چې ددې هیواد ټول وګړي مسلمانان دي  غړیتوب نه ورکوي. اروپا  ددې خبرې نه  انکار کولی نشي. ځکه چې د فرانسې د بهرنیو چارو د پخوانیو وزیرانو نه  یو په ښکاره توګه  ویلي وو.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې  په ۱۹۶۳ کال کې په رسمي ډول اروپايي ټولنې غړیتوب لپاره وړاندیز  وړاندې کړی دی . ترکیې سره  د غړیتوب  ژمنه شوې وه.  په ۲۰۱۶ کال کې   ۵۳ کاله  تیر شو  خو  اروپا  اوس هم  ترکیې ته  په یوه او بله بهانه   فریب ورکوي.

ولسمشر اردوغان  وویل « که چیرې  اروپايي ټولنه  په کړو ژمنو ونه دریږي  او د ویزې د معافیت په خاطر هم  ډول ډول بهانې  رامنځته کړي  مونږ به هم  د اروپايې ټولنې سره  د غړیتوب  د مذاکراتو مسله  ملت ته وړاندې کړو. مونږ به هم  د خپل ملت نه پوښتنه وکړو چې  د غړیتوب لپاره مذاکراتو ته دوام ورکړو  او که پایته يي ورسو. د ترکیې خلک  چې هره پریکړه وکړي  هغه    به  پر ځای کړو.»



اړوند خبرونه