د ترکیې وسله والو ځواکونو د پې کاکا ترهګرې ډلې اړوند ۱۶ هدفونه له منځه یوړل.
د ترکیې وسله وال ځواکونه په هیواد کې ترهګرو ته ساه اخیستو ته فرصت نه ورکوي
د ترکیې وسله والو ځواکونو د پې کاکا ترهګرې ډلې اړوند ۱۶ هدفونه له منځه یوړل.
د ترکیې هوايي ځواکونه د هیواد په دننه او بهر کې د پې کاکا ترهګرې ډلې په مرکزونو بریدونو ته دوام ورکوي.
د هیواد د وسله والو ځواکونو اړوند جنګي الوتکو تیره شپه د عراق په شمال کې د قندیل ، سینات او هفته په سیمو کې د پې کاکا ترهګرې ډلې په پټنځایونو، قرارګاه ګانو او کمپونو درانده بریدونه وکړل.
د نوموړو بریدونو په ترڅ کې د پې کاکا اړوند یو زیات شمیر پټنځایونه او د وسلو او مهماتو ډیپوګان له منځه وړل شوي دي.
همداشان هوايي ځواکونو د هیواد دننه د دیارباقر ولایت د لیجه ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم د پې کاکا په پټنځایونو بریدونه وکړل.
وسله والو ځواکونو د ترلاسه کړو استخباراتو په رڼا کې د لیجې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پې کاکا ۱۱ پټنځایونه او د وسلو او مهماتو ډیپوګان له منځه وړي دي.
د ویلو ده چې د هیواد په ختیځ او سویل ختیځو ولایتونو کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د ریښو د وچولو په خاطر پيل شوي عملیات دوام لري. د نوموړو عملیاتو په لړ کې د دیارباقر ولایت د لیجې، خاني، سیلوان، کولپ او حزو په ګډون به ۲۵ کلو کې په ګرځیدو بندیز لګول شوی دی.
د دیارباقر ولایت د والي د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې لیجې، خاني او سیلوان ولسوالیو په مربوطاتو کې په غرنیزو سیمو او ځنګلونو کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د فعالیت او په کلو کې د وسلو او مهماتو د ډیپوګانو د جوړولو او د خلکو د کورونو نه د پټنځایونو په توګه د استفادې په اړه استخبارات ترلاسه کړي دي چې سیمه د یادې شوې ترهګرې ډلې د شر نه د خلاصولو او د هغوې د ریښو د وچولو په خاطر په ۲۵ کلو کې په ګرځیدو بندیز لګول شوی دی.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.