ولسمشر اردوغان په هیوادوالو خپل ماشومان د قرانکریم زده کړې او تعلیم ته تشویق کړئ غږ وکړ

ولسمشر رجب طیب اردوغان  په ترکیه کې  جوړه شوې  د قرانکریم د قرائت نړۍوالې سیالۍ  ګټوونکو ته  جایزې ورکړې.

513364
ولسمشر اردوغان په هیوادوالو خپل ماشومان د قرانکریم زده کړې او تعلیم ته تشویق کړئ غږ وکړ

 ولسمشر رجب طیب اردوغان  په ترکیه کې  جوړه شوې  د قرانکریم د قرائت نړۍوالې سیالۍ  ګټوونکو ته  جایزې ورکړې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په هیواد کې د ټولو خنډونو سره سره  د قرانکریم  د  تعلیم  او تدریس پروګرام  جاري ساتل شوی دی .

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  د استانبول د فاتح په جومات کې  جوړه شوې  د قرانکریم د قرائت د څلورمې   نړۍوالې سیالۍ ګټوونکو ته د جایزو ورکولو په مراسمو کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې په ترکیه کې په بعضو  دورو کې  د قرانکریم د تعلیم او تدریس پر وړاندې جدي خنډونو شتون درلود خو ددې ټولو سره سره د قرانکریم  تعلیم او تدریس  درول شوی ندی.

هغه زیاته کړه چې  د ترکیې ملت د خپلو شخصي امکاناتو سره  د قرانکریم د تعلیم او تدریس بهیر  ته  ادامه ورکړې ده . ولسمشر اردوغان وویل چې په د امام خطیب  ښوونځیو  او نورو دیني مدارسو  پدې برخه کې  ډیر مهم  رول  لوبولی دی .

ولسمشر اردوغان  وویل « د الله تبارک و تعالی  شکر  دی  چې نن ورځ  د ترکیې په تعلیمي مفرداتو کې د قرانکریم  مضمون  ځای نیولی دی . د رسول کرم  ص  د ژوند په اړه  مضمون  شتون لري. »

ولسمشر اردوغان  په هیوادوالو غږ وکړ چې خپل ماشومان  د قرانکریم  تعلیم او زده کړې ده  تشویق کړي  او ددې امکاناتو ته  ډیره ښه  ګته پورته کړي .

ولسمشر اردوغان په نوموړو مراسمو کې د جایزو  ګټوونکو ته په خپلو لاسونو جایزه  ورکړې.

 



اړوند خبرونه