په ترکیه کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

د ترکیې  د ایدرنې په ولایت کې  ۵۵ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.

508803
په ترکیه کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

د ترکیې  د ایدرنې په ولایت کې  ۵۵ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.

د ایدرنې ولایت د امنیتي سرچینو د خبر له مخې  ۵۵ تنه ناقانونه  کډوال چې د غیرې قانوني  لارو څخه يي اروپا ته د تیریدو هڅه کوله  ونیول شول.

د ایدرنې ولایت د جاندارما ځواکونو  د ترلاسه کړي راپور نه  وروسته  د کمال کوی، اوزون کوپرو او ایوک لو تاتار  په کلو کې  د ناقانونه کډوالو د نیولو په خاطر ځانګړي عملیات  ترسره کړل.

د عملیاتو په لړ کې  ۵۵ تنه ناقانونه کډوال  چې اروپا ته يي د تلو هڅه کوله او د انسان د قاچاقبرانو لخوا  ورسره  اروپا ته د بیولو ژمنه شوې وه  ونیول.

د نیول شوو کډوالو نه  د سوریې  وګړي کمپونو ته  او پاتې نور  خپلو خپلو هیوادونو ته د استولو په خاطر د ګډوالو د بیرته ستنولو مرکز ته  واستول شول.

نوموړي کسان  به  د څیرونو او قانوني  مراحلو نه وروسته د ترکیې د پولو نه وویستل شي.



اړوند خبرونه