اردوغان : د بشار اسد سره مرسته کوونکي د هغه د جرم شریکان دي

اردوغان : هر کله چې مسلمانان د اسلام اصلي حقیقت درک کړي په نړۍ کې ستونزې نه پاتې کیږي.

507849
اردوغان : د بشار اسد سره مرسته کوونکي د هغه د جرم شریکان  دي
cumhurbaşkanı ahıska iftar.jpg

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  ټوله نړۍ  او بشریت باید  د سوریې د ولسمشر بشار اسد سره  اړیکې پرې کړي او هغه یواځې پریږدي  ځکه چې  د هغه سره مرسته کوونکي  او د هغه سره اړیکې جوړونکي  په سوریه کې د په روانو قتل عامونو او ظلمونو کې  شریک دي.

اردوغان وویل  زه پوره باور لرم چې  د اسد سره مرسته کوونکي  او هغه ته لاس  اوږدونکي  د هغه د جرم  شریکان  دي.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  په امریکا کې وکړې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هیواد د دیني چارو د مشر او ځینو وزیرانو په ملګرتیا  تیره ورځ  د امریکا د لویزویل  په ښار کې  د نړۍ د سوک وهنې د اتل  محمد علي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان  د محمد علي د جنازې په لمانځه کې د ګډون نه وروسته د بهرنیو خبریالانو  پوښتنې ځواب کړې . ولسمشر د ازادۍ  او جګړې پر خلاف  د محمد علي  د مبارزې نه یادونه وکړه.

هغه وویل چې  د داسې  یو شخص  چې  په ۲۲ کلنۍ کې  د اسلام په مبارک دین د مشرفیدو نه وروسته  په نړۍ کې  د ازادۍ  او جګړې پر خلاف  د خپل ژوند تر وروستۍ  سلګې  مبارزه کړي وو  په جنازه کې ګډون  نه کول  سمه خبره نوه. د محمد علي د مسلمان ورور په صفت  په خپل  او د خپل هیواد په استازیتوب د هغه په جنازه کې ګډون  زمونږ  مسولیت  او دنده  وه. روح  دې ښاد  او ځای دې  په جنت کې وي.

ولسمشر اردوغان  د سوریې  او بشار اسد په اړه  د یو تن خبریال  د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ً اسد  د څه باندې  ۶۰۰ زرو تنو بې ګناه انسانانو قاتل  او د هیواد نه  د ۱۲ میلیونو تنو د کډوالۍ  لامل  او په خپل هیواد کې  په خپلو وګړو د بیلري بمونو کارکوونکی  یو شخص  دی.

اردوغان وویل چې  نن ورځ یواځې  درې میلیونه تنه کډوال په ترکیه کې  میشت  دي.

هغه وویل چې ټول بشریت او ټوله نړۍ  باید  د بشار اسد سره  اړیکې پرې کړي او هغه یواځې پریښودل شي. ولسمشر زیاته کړه  زما  په اند  او باور  هر هغه څوک چې  د اسد سره مرسته کوي او د هغه سره اړیکې جوړوي  هغوې هم  په سوریه کې په روانو قتل عامونو او ظلمونو کې شریک  دي. دا چې هغه هر څوک  وي  هغه مهمه  نده.

ولسمشر رجب طیب اردوغان  هیواد ته  د راستنیدو نه  د مخه  په امریکا کې  د اهاسکا  ترکانو  لخوا په جوړ شوي روژه ماټي کې  ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان د اهاسکا  د ترکانو نه  د ترکیې ملاتړ یو ځل بیا اعلان کړ.

ولسمشر اردوغان وویل چې تر اوسه پورې  ۱۳۰۰ تنه د اهاسکا ترکان  ترکیې ته راوړل شوي  او د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ځای په ځای شوي دي.

ولسمشر اردوغان  دلته په خپله وینا کې په اتحاد او اتفاق ټینګار وکړ او وویل چې  ً مونږ  د یو داسې  دین  لارویان  یو  چې  د مختلفو قومونو، ژبو ، رنګونو او هیوادونو  خلک يي  د یو چت لاندې  راوټول کړي  او ټول يي سره ورورونه  اعلان کړي دي. هر کله چې مونږ  مسلمانان  دا حقیقت  درک کړو  او په خپل منځ کې اتحاد او اتفاق  قوي کړو  ټول مسلمان  او نړۍ کې به سوله او ثبات حاکم شي.

ولسمشر اردوغان  وروسته  هیواد ته راستون شو.

 



اړوند خبرونه