ولسمشر اردوغان د محمد علي د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه امریکا ته سفر وکړ

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  د سوک وهنې نړۍوال اتل  محمد علي  د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه  تیره شپه امریکا  ته  سفر وکړ.

507194
ولسمشر اردوغان د محمد علي د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه امریکا ته سفر وکړ

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  د سوک وهنې نړۍوال اتل  محمد علي  د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه  تیره شپه امریکا  ته  سفر وکړ.

ولسمشر اردوغان  امریکا ته د حرکت نه  وړاندې  د انقرې د ایسن بوغه په هوايي ډګر کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې  چې محمد علي  د سوک وهنې د رینګونو  سربیره   د خلکو په زړونو کې هم  اتل وو. د هغه  هر سوک، هرې  خبرې او هر  بري  د افریقا نه  تر اسیا پورې میلیاردونو مظلومو انسانانو ته  هیلې او امیدونه راژوندي کړي  او هغوې ته  يي طاقت  ورکړی دی.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې محمد علي  د خپل ژوند په اوږدو کې تل  د تبعیض  او نژاد پرستۍ  پر خلاف  مبارزه کړې ده .

ولسمشر اردوغان  وویل ً محمد علي  یوه خبره به هیڅوخت  د مسلمانانو هیره نشي . هغه ویلي وو چې ما  د خپل  رب  نه  شتمني  غوښتې  وه  خو  الله  ډیر  شکر دی  چې  هغه    زه د اسلام  په مبارک دین  مشرف کړم.ماته يي اصلي  شتمني  یعنې د اسلام مبارک دین  راپه برخه کړ . ً

محمد علي  د اسلام په مبارک دین د مشرفیدو نه وروسته  د غوره کړي  نمونه د مثال اخلاقو سره په نړۍ کې  د یو زیات شمیر کسانو د مسلمانیدو لامل وګرځید.

ولسمشر اردوغان وویل چې  محمد علي  د سپټمبر د ۱۱مې د پیښې نه وروسته  په امریکا کې  د اور وژونکو خولۍ  په سر کړه  او میدان ته  راووت. هغه په ډیرې  زړورتیا  او میړانتیا سره  وویل چې  د اسلام مبارک دین  د وژنو او ترهګرۍ  دین  ندی، د اسلام دین  د سولې  او ورورولۍ  دین  دی. د هغه  دا میړانتیا به هیڅکله هم  هیره نشي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  محمد علي  د مسلمانیدو نه وروسته ترکیې ته راغې او د جمعې  لمونځ يي د استانبول د سلطان احمد په تاریخي جومات کې ادا کړ. ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې  د ترکیې د ولسمشر په توګه د هغه د جنازې په مراسمو کې د ګډون سره  د هغه پر وړاندې  خپل وروستی  مسولیت ادا کوو . د هغه  د ژوند فلسفه  او قوي اراده  به تل  زمونږ  د ژوند لپاره د الهام سرچینه  وي.

اردوغان زیاته کړه چې د محمد علي د مړینې له امله  د مظلومانو په زړونو کې  رامنځته شوې  تشه به  انشاالله چې د هغه د لارې د تعقیبولو سره  ډکه کړو.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې د محمد علي د جنازې په مراسمو په چوکاټ کې به د نړۍ د یو زیات شمیر مشرانو سره چې پدې مراسمو کې ګډون کوي  لیدنه وکړي.

ولسمشر اردوغان به  د امریکا  د شیکاګو په سیمه کې د میشتو ترکانو او مسلمانانو په سیمه کې  د روژه ماتي په مراسمو کې هم ګډون وکړي.   



اړوند خبرونه