ماردین کې د امنیې په قومندانۍ د ترسره شوي ترهګریز برید له امله د مړو شمیره لوړه شوه

د ترکیې  د ماردین ولایت د میدیات په ولسوالۍ کې  د پې کاکا ترهګرې ډلي لخوا  د امنیې په قومندانۍ  د  ترسره شوي برید له امله  د مړو شمیره  لوړه شوه.

507361

پدې برید کې  د ټپي شوو  پولیسو  نه  یو تن بل هم  په شهادت ورسید. د یادولو وړ ده  چې د پې کاکا  ترهګرې ډلې  پرون  د جون په اتمه نیټه د غرمې په ۱۱ بجو  او ۴۵ دقیقو  د ماردین ولایت  د میدیات په مرکزي او تاریخي ولسوالۍ کې  د امنیې په قومندانۍ  د موټر پر مټ  برید وکړ.

پدې برید کې  ۲ ښځینه پولیسې  په شهادت ورسیدلې  او دریو تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړ.

همداشان پدې برید کې  د ۲۳ تنو پولیسو په ګډون ۵۱ تنه ټپیان شول. د ملکي ټپیانو ډیری  ماشومان  دي.

په برید کې د شهیدو شوو دوو ښځینه پولیسو نه  یوه يي  ۶ میاشتنۍ  حامله وه. د ویلو ده چې  نوموړې پولیسې د ترکيې د پخواني ولسمشر عبدالله ګل  د میرمن خیرالنساء ګل ساتنې دنده په غاړه درلوده چې  وروسته د میدیات د امنیې په قومندانۍ کې په دنده وګمارل شوه.  

په ترسره شوو څیړونو کې رامعلومه شوې ده چې  پدې  خونړي برید کې  د ۵۰۰ کیلو چاودیدونکو توکو نه کار اخیستل شوی وو. د برید له امله  د یادې شوې ولسوالۍ د امنیې د قومندانۍ د ودانۍ سربیره فاملیانو  او شاوخوا  کورونو ته هم  ستر زیان اوښتی دی.

اړوند خبرونه