د ترکیې د ملي شورا د ۱۵۲ تنو وکیلانو نه قضايي مصئونیت حق واخیستل شو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ملي شورا د ځینو غړیو نه  د قضايي  مصئونیت دحق د  اخیستو اړوند قانون  توشیع  کړ.

506523
د ترکیې د ملي شورا د ۱۵۲ تنو وکیلانو نه قضايي مصئونیت حق واخیستل شو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ملي شورا د ځینو غړیو نه  د قضايي  مصئونیت دحق د  اخیستو اړوند قانون  توشیع  کړ.

د ترکیې د ملي شورا لخوا  تصویب شوی په اساسي قانون کې  د ځینو وکیلانو د قضايي مصئونیت د حقونو د اخیستو اړوند  د تعدیل قانون  په رسمي جریده کې خپور شو.

ددې قانون له مخې  د ترکیې په اساسي قانون کې  په موقتي توګه  یوه ماده اضافه کړې شوه.

ددې قانون د نافذیدو سره سم  به  د ملي شورا  د اساسي قانون او عدالت کمیسیونونه  د ملي شورا ریاست، صدارات او د عدلیې وزارت ته په اساسي قانون کې د تعدیل  دوسیې  واستوي  او هغه وکیلانو پر خلاف چې  قانوني دوسیې شتون ولري د قضايي تعقیب د پیلولو غوښتنه وکړي.

د یادولو وړ ده چې  دې قانون   د ترکیې د ملي شورا  ۱۵۲ وکیلانو د محاکمې  لار پرانیسته.



اړوند خبرونه