د عراق په شمال كې د تركيې بمباري
د تركيې د وسله والو ځواكونو اړوند جنګي جټ الوتكو د عراق په شمال كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې اړوند كمپونو باندې هوايي بمباري وكړه.
![د عراق په شمال كې د تركيې بمباري](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/85ba/c5ca/6dc7/56f3cba1bb58e.jpg?time=1719038173)
د تركيې د وسله والو ځواكونو اړوند جنګي جټ الوتكو د عراق په شمال كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې اړوند كمپونو باندې هوايي بمباري وكړه.
دا بريد تېره شپه په ځايي وخت ۱ بجه پيل شو چې په كې د ترهګرې ډلې ۷ كمپونه د جنګي الوتكو لخوا وويشتل شو.
د وسله والو ځواكونو د لوى درستيز لخوا په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي چې په بريدونو كې پې كا كا ته مالي او ځاني زيان رسېدلى دى. سربېره پر دې په هېواد كې دننه د دياربكر د ليجه د ولسوالۍ په مربوطاتو باندې هم هوايي بمباري شوې ده.
دا بريدونه په داسې حال كې ترسره كيږي چې پرون سهار په استانبول كې د ترهګرې ډلې په يو بمي بريد كې د ۷ تنو پوليسو په ګډون ۱۱ تنه هېوادوالو خپل ژوند له لاسه وركړ.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719038173)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719038173)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله